|
د سنگ او مشرف خبرې بې پرمختگه وې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سږکال دا د دواړو مشرانو ترمنځ دويمه غونډه وه –له دې خبرواترو نه د يوې لويې تمې وړاندوينه کېده. خو دغه تاند خوځښت له نهيليو سره پاى ته ورسېده.له څلور ساعته خبرو وروسته په يوې گډې اعلاميې کې دواړو غاړو له يوه بل سره په بيا بيا دسولې بهير په اړه ژمنې کولې، خو د يوه نوي گام په ډاگه کولو کې پاتې راغلل. دا هم رېښتيا ده چې پخپله د سياسي خبرو اترو ترسره کېدل هم لوى ارزښت لري. دواړو مشرانو وويل چې ددوى ترمنځ همکاري به يوه ورځ د کشمير ځنډنۍ سولې ته لاره ومومي.خو پوښتنه دا ده چې د لومړي سر خوشبيني اوس څه ډول د دواړو غاړو په زياتېدونکې نهيلۍ بدله شوه؟ داسې ښکاري پاکستان دسولې بهير غځول غواړي. ځينې شننونکي وايي پاکستان داسې انگېري چې له هابلې غاړې څخه د باور پخولو فضا نه ښکاري ځکه خو بېړه هم نه کوي. ځيني رپوټونه وايي پاکستان اوس پر هند ټينگار کوي چې په هندي کشمير کې خپل عسکر رالږ کړي.دا نظر چې که هند ورو ورو په کشمير وادي کې خپله ولکه کموله نو دا به د ځايي وگړو لپاره په زړه پورې وي، ځکه چې دوى د هندي ځواکونو د ځورونو اوآن د جنسي تېريو شکايتونه لري. دا به د ولسمشر مشرف لپاره يو لوى برى وي چې په کور دننه د سولې بهير لپاره ملاتړ وگټي.خو له هندنه غواړي چې په دې اړه يو گام پورته کړي. هند اوس هم د اورپکو پر لاسوهنو اندېښمن دىاو پر پاکستان تور لگوي چې د اورپکو په تمولو کې پاتې راغلى دى. که څه هم د روانو خبر اترو له کبله د اخ وډب کچه کمه شوېده خو دواړه مشران په کور دننه له شکونو سره مخامخ دي او مخکې تر دې چې څه تر لاسه کړي د امتياز ورکولو ته زړه نه ښه کوي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||