BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:02 گرينويچ 2005 ,11 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان د لومړنى کروز توغندى ازموينه ترسره کړه
News image
شيخ رشيد احمد وايي چې دا د هيواد په دفاعي ستراتيژۍ کې خورا مهمه پېښه ده
پاکستان وايي خپل لومړنى کروز توغندى يې چې کولى شي اټومي وسلې تر ٥٠٠ کليومترو پورې ولږېدوي، په بري سره آزمايلى دى.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير شيخ رشيد احمد بي بي سي ته وويل چې دا د هيواد په دفاعي ستراتيژۍ کې خورا مهمه پېښه شوه.

هغه وويل پاکستان خپله دفاعي وړتيا ځکه پياوړې کوي چې له هند سره چې لگيا دى له ټولې نړۍ نه دوديزې وسلې پېري، سيالي نشي کولى.

دا وروستۍ پرمختيا په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې لوېديځ، په تېره بيا امريکا د پرمختللې توغنديزې ټکنالوژۍ له خپرېدو سره کلک مخالفت کوي.

په داسې حال کې چې پر اټومي او توغنديزې ټکنالوژۍ د ايران له کبله هم نړيوال پام ټول دى، امريکا ولې د پاکستان ددغسې هڅو په وړاندې چوپتيا غغوره کړې ده.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت