BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان : د "القاعدې لوى مرکز " ويجاړ شو

 اساما بن لادن
د افغانستان حکومت بيا بيا پاکستان تورن کړى چې د پولې له هغې غاړې نه د جگړه مارو بريدونو دمخنيوي لپاره پوره هلې ځلې نه کوي
د پاکستان پوځ دا د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې تر دېدمه خپل تر ټولو ستر عمليات بولي چې پکې زرگونو پوځيانو او توپ لرونکو چورلکو گډون درلود.

د پوځ په وينا په نيول شويو کې يو شمېر مهم کسان يا بهرنيان هم شته ، خو نه وايي چې دوى څوک دي او له کومه ځايه راغلي دي. د عملياتو مسوول قوماندان وويل: پيچلي جنگي تجهيزات تر لاسه شوي ، چې يوه په کې په چين کې جوړه د جاسوسۍ بې پيلوټه کوچنۍ الوتکه هم ده چې اورپکو په سيمه کې د پوځ د خوځښتونو او مورچلود جوتولو لپاره کاروله.

هغه زياته کړه چې دوى دغه راز د مخابرې داسې وسايل هم موندلي چې په افغانستان کې د جگړه مارود لارښوونې لپاره کارول کېدل. پاکستانيانو دا موضوع ددې حقيقت د يوې بلې نښې په توگه ځلولې ده چې القاعده نوره په تېښته ده.

 ولسمشر پروېز مشرف امريکا ته دخپل سفر په ترڅ کې وويل پاکستان نژدې دى چې د امريکا په مشرۍ د ترهگرۍ خلاف جگړه وگټي.

دا عمليات په داسې حال کې شوي چې ولسمشر پروېز مشرف امريکا ته دخپل سفر ه ترڅ کې وويل پاکستان نژدې دى چې د امريکا په مشرۍ د ترهگرۍ خلاف جگړه وگټي. خو نوموړى دغه راز تر دې فشار لاندې هم دى چې ثابته کړي پوځ يې د طالب جنگياليو د نوغي ايستلو ته چې د پاکستان خاوره پر افغانستان د بريدونو لپاره کاروي، هم ژمن دى.

د افغانستان حکومت بيا بيا پاکستان تورن کړى چې د پولې له هغې غاړې نه د جگړه مارو بريدونو دمخنيوي لپاره پوره هلې ځلې نه کوي. پاکستان دا تورونه ردوي او وايي لس گونو زرو عسکرو ته يې چې د اورپکو له خوا د افغانستان د راروانو پارلماني ټاکنو د گډوډۍ د مخنيوي لپاره يې ځاى پرځاى کړي، نور پوځيان هم وراستولي .

د القاعدې ډېر غړي چې اوس بنديان دي په پاکستان کې نيول شوي، خو له دې سره سره چې په قبايلي سيمو کې د پاکستان پوځي عمليات دا درې کاله روا دي، دغه هيواد د اسامه بن لادن پر موندلو بريالى شوى ندى، سره له دې چې ډېر خلک وايي نوموړى همدلته پټ دى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت