|
د کلات په مظاهرو باندې پاکستانيان نيول شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د زابل په ولايت کې چارواکي وايي د هغو مظاهرو په تړاو يې په لسگونو کسان نيولي چې پرون د چارشنبې په ورځ ( ١٩ سلواغه ٨ فبروري ) يې په کلات کې له تاوتريخوالي ډکه مظاهره کړې وه . چارواکي وايي په نيول شويو کسانو کې ٤٠ کسه د پاکستان اوسيدونکي دي . د زابل چارواکي زياتوي چې په نيول شويو پاکستانيانو کې ځينو پاسپورټونه نه لرل او په ناقانونه توگه افغانستان کې اوسيدل . د زابل په ولايت کې د نور افغانستان په څير د گاونډيو هيوادونو گڼ شمير کسان د بيا رغاونې په چارو کې د کارگرانو په توگه په کار بوخت دي . د زابل ولايت د والي وياند گلاب شاه علي خيل بي بي سي ته وويل يو شمير کسان هغه وخت ونيول شول چې يوۀ ښوونځي ته يې د اور ورته کولو هڅه کوله . د زابل ولايت په مرکز کې هغه مهال پرون مظاهرې په تاوتريخوالي بدلې شوې چې پوليسو پر سلگونو مظاهره کوونکو چې ډبرې يې ويشتلې، ډزې وکړې. تر ٢٠ تنو ټپيان شوي چې ځينې يې پوليس دي. | ورسره تړلي نور خبرونه د افغانستان په مظاهرو کې نورې وژنې هم شوي08 فبروري, 2006 | خبرونه د قلات په مظاهره کې٤تنه مړه او په لسگونو ټپيان شول07 فبروري, 2006 | خبرونه په زابل کې نامعلومو وسله والو يو ښونکى وژلى دى04 جنوري, 2006 | خبرونه طالبانو په زابل کې وژنې کړي دي04 سپتمبر, 2005 | خبرونه په زابل کې د موټر سايکل پر چلولو بنديزولگول شو23 اپريل, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||