|
د افغانستان په مظاهرو کې نورې وژنې هم شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې پوليس وايي نور څلور تنه د حضرت محمد (ص) د کارتونونو خلاف په نويومظاهرو کې چې يو شمېر اروپايي ورځپاڼو خپاره کړي دي،ووژل شول. نوې مرگ ژوبله د زابل ولايت په مرکز کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې پوليسو پر سلگونو مظاهره کوونکو چې ډبرې يې ويشتلې، ډزې وکړې. تر ٢٠ تنو ټپيان شوي چې ځينې يې پوليس دي. پوليس وايي ٣٠ تنه موټرو ته د اور تر اچولو او پر امنيتي ځواکونو تر بريدونو وروسته ونيول شول. په کابل کې هم يوه کوچنۍ مظاهره وشوه چې په سوله ييز ډول تېره شوه. مظاهرې دغه راز په بنگله دېش کې چې تر ١٠٠٠ وگړي پکې د ډاکې په واټونو کې تېر شول، او همداراز په پېښور کې هم شوي دي. د فرانسې يوه طنزي مجله هغه وروستۍ خپرونه شوه چې دغه کارتونه يې نن ( ١٩ سلواغې د فبروري ٨ ) له سره خپاره کړل. دغې مجلې ټول دولس لومړني کارتونه خپاره کړي او له ځانه يې نور يې هم پرې ورزيات کړي دي. د فرانسې يوې محکمې د مسلمانو دا غوښتنه ونه منله چې مجله ددغو کارتونو له خپرولو څخه راوگرځوي. | ورسره تړلي نور خبرونه د قلات په مظاهره کې٤تنه مړه او په لسگونو ټپيان شول07 فبروري, 2006 | خبرونه د پيغمبر د کارتون پرضد په افغانستان کې مظاهرې و شوي05 فبروري, 2006 | خبرونه د محمد (ص) د کارتون په جوړولو د مسلمانانو کرکه او غصه 01 فبروري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||