|
د پيغمبر د کارتون پرضد په افغانستان کې مظاهرې و شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
داد هغو اعتراضونو د لړۍ يوه برخه ده چې د تيرې اونۍ راهيسې په ډيرو اسلامي هيوادو کې دهغه کارتون د خپريدو پرضد چې لومړى په يوې دنمارکي ورځپاڼې کې خپور شوى وو شويدي د افغانستان په ختيځ کې د لغمان ولايت مرکز ، مهترلام ښار ، او د بدخشان د شمالي ولايت مرکز ، فيض آباد ښار، کې په زرگونو کسانو د هغه کارتون پرضد مظاهرې وکړې چې تيره اونۍ لومړى په يوې دنمارکي ورځپاڼه کې خپور شوى وو همدا راز په کندهار کندز او کنړ کې هم يو شمير خلکو ددغه کارتون د خپريدو غندنه وکړه کارتون لومړى تيره اونۍ په يوه دنمارکي ورځپاڼه کې خپور شوى وو او وروسته په يو شمير نورو اروپايي هيوادو کې هم بيا له سره خپور شو ددغو کارتونونو په يوه کې د اسلام پېغامبر حضرت محمد(ص ) د بم په بڼه پگړې سره انځور شوى وو د ډيرو مسلمانانو له نظره ددغسې کارتونونو خپرول د اسلام دين او د هغه پيغامبر ته سپکاوي په معنا دى مسلمانان د اسلام د پيغامبر د هيڅ ډول انځور جوړول جايز نه بولي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||