BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:25 گرينويچ 2006 ,07 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د قلات په مظاهره کې٤تنه مړه او په لسگونو ټپيان شول
د کارتون ضد مظاهره
په کابل کې د تيرې ورځې د مظاهرې يوه صحنه
دا ٤مه ورځ ده چې په افغانستان کې پر له پسې مظاهرې کيږي او پرهغۍ ډنمارکۍ ورځپاڼې اعتراض کوي چې د اسلام پيغمبرپورې منسوب کاريکاتورونه يې چاپ کړي.

د چارشنبې په ورځ د زابل په جنوبي ولايت کې د قلات په ښار کې پوليسو سره د مظاهره کونکو د نښتې په نتيجه کې ٤کسان مړه او يو شمير ژوبل شول . دپوليسو يو چارواکي وويل اعتراض کونکو ډبرې ويشتلې او ٣ ټانکرونو ته ېې اور واچوه چې امريکايي اډې ته ېې تيل وړل.

د فارياب ولايت امنيتي چارواکي وايي د سه شنبې په ورځ د ميمنې ښار کې مظاهره هغه مهال په زور زياتي واوښته چې مظاهره چيانو د ولايتي بيارغونې يا پي آر ټي د ساتونکو خونې ته اور واچوه او د پي آر ټي پر سرتيرو يې ډبرې وغورځولي.

فاريات ولايت کې د پوليس سرتيرى محمد نعيم وايي د پي آر ټي سرتيرو د خلکو د ليرې کولو لپاره ډزې کړي.

په سيمه کې ولاړ يوتن هم دقهرجنو مظاهره چيانو له خوا د پي آر ټي د سرتيرو په لور د ډبرو د غورځولو او د ساتونکو خونې ته د اور اچولو پيښه تائيدوي.

((دساتونکو خونې او د پي آر ټي موټرانو ته يې اور واچوه. له تيلو ډک بوتلونه به يې غورځول، آن موټرونو به شگې راوړې او خلکو به بيا هغه شگې د پي آر ټي پر ودانۍ او موټرانو اورولې. وروسته بيا يو دم د پي آر ټي ودانۍ ته ورننوتل. ))

خو وروستي راپورونه وايي چې اوس ميمنې کې وضعه آرامه ده .

هرات ولايت کې د دوشنبه په ورځ د مظاهره چيانو شمير زرگونو ته رسيده او په کابل کې هم يو شمير کسانو په مظاهرې لاس پورې کړى وو. افغان پوليسو هځه وکړه خلک پرې نږدي د ډنمارک سفارت په ډبرې ووهي، خو مظاهره چيانو په ستنيدو کې د ايټاليې پر سفارت او د سوله ساتو ځواکونو پر ميشت ځايونو ډبرې واورولې.

تردې وړاندې هم لغمان او کاپيسا ولايتونو کې مظاهرې وشوې چې ٢ تنه پکې مړه شول او اوس مهال د کابل، لغمان او کاپيسا ولايت له مظاهره چيانو نژدې ديرش تنه د پوليسو په بند کې دي

ولسمشر کرزي ددې پيښو له امله د افسوس څرگندونه کړې او ويلي ېې دي چې افغانان پوهيږي چې بهرني عسکر افغانستان ته د مرستې لپاره راغلي دي او د کارتون د خپريدو سره هيڅ تړاو نلري.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت