|
په زابل کې نامعلومو وسله والو يو ښونکى وژلى دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ناپيژندل شوو وسله والود افغانستان په زابل ولايت کې د يو ښونکي د کورنۍ د غړو په وړاندې د هغه سر پرې کړى دا پېښه د سه شنبې په شپه ( د مرغومي ١٣مه ) د زابل ولايت مرکز قلات کې وشوه دا ښونکى ( معلم ) عبدالحبيب نوميده چې د ٢٠ کلو راهيسې ېې د قلات د شيخ متي بابا په ښونځي کې درس ورکوه د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چې تراوسه د بريدکونکو کسانو هويت ندى معلوم شوى او کومې ډلې هم ددې وژنې مسوليت پر غاړه ندى اخېستى سيمه ايزو چارواکو ويلي معلم عبدالحبيب د چاسره کومه شخصي دښمني ندرلوده او د وژنې مسولين ېې (( دافغانستان د خلکو دښمنان )) بللي پدغه ډول پېښو کې پخوا کله کله طالب شورشيان مسول گڼل شويدي په زابل کې يو امنيتي چارواکي وويل ٣ کسان چې ددغه پيښې په وخت کې د وژل شوي شخص په کور کې وو تر پوښتنو لاندې نيول شويدي تيره مياشت يوشمير کسانو چې د طالبانو شورشي ډلې پورې مربوط گڼل کيدل په هلمند ولايت کې يو ښونکى له درسي ټولگي نه بهر ايستلى او د توپک په ډز وژلى وو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||