 |  د زابل ټوپکوال طالبان وايي دوى دغه وژنې کړي دي . | د افغانستان د زابل په ولايت کې چارواکي وايي چې پر يوۀ کاروان باندې د بريد پر وخت طالب اورپکو درې تنه پوليس وژلي دي .دغۀ کاروان نړيوالو ايتلافي ځواکونو ته خواړۀ رسول . په نښته کې طالبانو ته هم مرگ ژوبه اوښتې خو شميره يې معلومه نه ده . په همدې ترڅ کې د کندهار ولايت چارواکي وايي چې هغه پنځه مړي يې موندلي چې وړمه ورځ يې د وژنې پړه طالبانو په غاړه اخيستې وه . په دغو پنځو کسانو کې د کندهار ولايتي جرگې ته يو کانديد ، د غورک ولسوالۍ لپاره نوى ټاکل شوى ولسوال او درې تنه پوليس وو چې طالبانو تر تښتونې وروسته ووژل . طالبانو پرون د هغۀ برتانيوي انجينير د وژنې پړه هم ومنله چې څو ورځې وړاندې يې د هرات - کندهار په لويه لاره تښولى و .
|