BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:13 گرينويچ 2005 ,23 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په زابل کې د موټر سايکل پر چلولو بنديزولگول شو
News image
په زابل کې په بريدونو کې ډير وختونه موټر سايکلونه کارول کيږي
په افغانستان کې يوه جگپوړى پوځي افسر ويلې ، چې چارواکو د زابل په ولايت کې د موټر سايکل پر چلولو او د پطرولو پر پلورولو بنديزونه لگولى دي.له دې گام څخه هدف دا دى چې د طالب پاڅونکو د بريدونو مخه ونيسي ځکه دوى په دغه ولايت کې په بريدونو کې ډير وختونه موټر سايکلونه کاروي.

د زابل ولايتي وياند وويل چې د موټر سايکلونو پر چلولو به بنديز تر هغه مهاله دوام ولري تر څو يې چلونکو ته ځانگړي کارتونه نه وي ورکړي.

يو وار چې بنديز لېري شي هر څوک چې د ځانگړې کارت د درلودلو پرته موټر سايکل وچلوي د حکومت له لوري به ونيول شي.

تمه کيږي چې د کارتونو د ترلاسه کولو لپاره د راجستر کولو بهير په دو اونيو کې پيل شي.

خبر يالان وايي چې په دې وروستي وختونو کې د امريکا په مشرۍ نړيوالو او حکومتي ځواکونوباندي بريدونه د زابل په ولايت کې ډير شوې دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت