|
په بلوچستان کې دوه چينايي انجينييران ووژل شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د چارشنبې په ورځ ( د سلواغې ٢٦ د فبروري ١٥ ) د بلوچستان په هب نومي ښارگوټي کې وسله والو موټر سايکل سپرو دوه چينايي انجينييران وژلي دي او يو بل تن يې سخت ټپي کړى دى. مخکينيو رپوټونو ښوول چې درې سره انجينييران وژل شوي دي . د بلوچستان په مرکز کوټه کې پوليسود فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې دغه انجينييران د سمنټو د يوې فابريکې پر جوړولو بوخت وو او هغه وخت ووژل شول چې په خپل گاډي کې روان وو او وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې . هب له کوټې څخه ٦٨٠ کيلومتره ليرې په سويل ختيځ کې پروت وړوکى ښارگوټى دى . په دغه بريد کې د چينايي انجينييرانو موټر چلونکى هم وژل شوى دى . دا لا معلومه نه ده چې دغه بريد چا کړى دى . د بلوچستان په ايالت کې له تيرو څو مياشتو د بلوڅو ملت پالانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښتې روانې دي چې ډيره مرگ ژوبله يې هم لرلې ده . په ٢٠٠٤ کال کې هم درې تنه چيناييان په دې ته ورته بريد کې وژل شوي وو . په بلوچستان کې ډير چيناييان کار کوي . خبريالان وايي دا ډول بريدونه د پاکستان لپاره د ډير شرم وړ دي ځکه چې دوى چين ته د ستر پوځي ، سياسي او اقتصادي ملاتړي په سترگه گوري . پرويز مشرف په راتلونکو څو ورځو کې چين ته په سفر تلونکى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه بلوچستان کې پوځي عمليات03 جنوري, 2006 | خبرونه بلوڅان څه غواړي؟21 دسمبر, 2005 | خبرونه بلوڅ مشر : پاکستاني پوځ په لسگونو کسان وژلي19 دسمبر, 2005 | خبرونه پاکستاني پوځي الوتکو پر بلوڅانو بمباري کړې ده19 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||