BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى پر ترهگرۍ له بوش او مشرف سره خبرې کوي

کرزى - مشرف
ولسمشر کرزي له پرويز مشرف سره تيره اوونۍ په کابل کې هم خبرې وکړې .
د ترهگرۍ خلاف جگړې د توندولو په تړاوو د ولسمشرانو جورج بوش ، حامد کرزي او
پرويز مشرف تر مينځ دغه پلان شوې ليدنه کتنه ددې څرگندويه ده چې افغانستان او پاکستان لا هم د دغې جگړې د پايلو په ټاکلو کې مهم ځاى لري .

د دغې درې اړخيزې ليدنې کتنې لويه موخه هم د همدغه جگړې په تړاوو د افغانستان او پاکستان تر مينځ پر يو بل د نه باور د رامينځ ته شوې فضا پاى ته رسول ښودل کيږي .

دا شاوخوا يوه اونۍ وړاندې کابل ته د سفر په مهال د ولسمشر مشرف هغه څرگندونې له شک سره مخامخ کوي چې ويل يې د افغانستان او پاکستان تر مينځ په دې وروستېو کې رامينځ ته شوې ستونزې اوس گواکې اوارې شوي دي .

ها خوا د افغان ولسمشر وياند کريم رحيمي په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د درې واړو مشرانو تر مينځ د کيدونکو خبرو اترو ټول جزيات لا تر اوسه نه دي څرگند خو دا يې روښانه کړه چې کيدى شي خبرې اترې تر ډيره په سيمه يزو مسايلو ، د افغانستان په امنيتي ستونزو او د ترهگرۍ خلاف جگړې د توندولو او پراخولو پر محور راټولې وي .

(( په پام کې ده چې ولسمشر حامد کرزې د لوړو حکومتي چارواکو په ملتيا د ملگرو ملتونو د سازمان په عمومي غونډه کې د گډون لپاره نيويارک ته سفر وکړي .

پرويز مشرف وايي په کابل کې يې پر خپلو خبرو د کابل او اسلام اباد ترمنځ ( بې اعتمادي ) ختمه کړې ده
پتيل شوې چې په همدې ترڅ کې د افغانستان ، امريکا او پاکستان ولسمشران په خپلو کې هم خبرې اترې او ليده کاته وکړي . د دغو کيدونکو خبرو اترو جزيات تر اوسه نه دي معلوم خو څرگنده ده چې د افغانستان امنيتي انديښنې ، د ترهگرو له لورې متوجه گواښونه او د سيمې مسايل به د دغو خبرو د مينځ ټکي وي.))

ولسمشر پرويز مشرف هم د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې ولسمشر بوش دى او د ده افغان سيال دا ډول خبرو اترو ته وربللي دي .

ښاغلي مشرف دا هم ويلي چې د امريکا د ولسمشر په حضور کې د ده او ولسمشر کرزي تر مينځه کيدونکې خبرې به خورا گټورې پايلې ولري.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت