BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:31 گرينويچ 2006 ,11 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مشرف : بوش زۀ او افغان مشر گډې غونډې ته بللي يوو

مشرف
جنرال مشرف وايي د کابل د سفر په ترڅ کې يې له افغان چارواکو سره په خبرو کې د (( بې اعتمادۍ )) فضا ورکه کړه .
پاکستاني ولسمشر جنرال پرويز مشرف ويلى دي چې امريکايي ولسمشر زۀ او افغان ولسمشر حامد کرزي يوې گډې غونډې ته بللى يوو.

د بلجيم ، کيوبا او امريکا په سفر تر روانيدو وړاندې جنرال مشرف د دوشنبې، يا ګل په ورځ اسلام آباد کې ژورناليستانو ته وويل چې جورج بوش سره د دۀ او ښاغلي کرزي گډه غونډه د اهميت وړ ده.

جنرال مشرف زياته کړه ، موږ له وړاندې څخه افغانستان سره ستونزې حل کړي او زما د کابل د سفر پرمهال بد اعتمادي ختمه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې جورج بوش سره د غونډې پرمهال به موږ يو وارې بيا د خپلو ژمنو پخلى وکړو.

جنرال مشرف وويل ،راتلونکي کې به موږ په گډه هلې ځلې وکړو.موږ بايد چې د ترهگرۍ او د سخت دريځۍ په ضد په گډه جگړه کې په يو بل باور وکړو.

جنرال مشرف به د اروپا په خپل سفر کې اروپايي مشرانو سره د خبرو تر څنګ اروپايي پارلمان ته هم وينا وکړي.

د پروګرام ترمخه جنرال مشرف به د کيوبا په مرکز هوانا کې د بې طرفه يا بې پرې هيوادونو تنظيم يا NAM د غړو هيوادونو په سرمشريزه غونډه کې گډون وکړي.

جنرال مشرف وويل چې د NAM د غونډې پرمهال به د هندوستان لومړى وزير ډاکټر من موهن سنگ سره غونډه وکړي.

جنرال مشرف وويل هلې ځلې به وکړي چې ښاغلي سنگ سره غونډه مثبتې نتيجې ورکړي.

څيړونکي وايي کيدى شي چې د جنرال مشرف او ښاغلي سنگ غونډه د دواړو هيوادونو ترمينځ ځنډول شوې دوو اړخيزو خبرو بيا شروع کيدو ته لار سمه کړي.

هندوستان دوه مياشتې وړاندې د ممبۍ ښار کې تر بمي چاودنو وروسته پاکستان سره دوه اړخيزه خبرې وځنډولې.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت