BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:13 گرينويچ 2006 ,06 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان چارواکو د ښاغلي مشرف نيوکې ردکړې
کرزى په پاکستان کې
افغان چارواکو ويلي وو چې پاکستان ته د ولسمشر کرزي د سفر په وخت کې ېې د طالبانو د ځينو مشرانو په اړه يو لړ اطلاعات پاکستان ته سپارلي وو
د پاکستانې مشر پرويزمشرف د نيوکو په ځواب کې افغان چارواکو
دا تور ونه رد کړل چې گواکې افغانستان د پاکستان د بدنامولو لپاره هڅه کوي

د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف پر خپل افغان انډول حامد کرزي سختې نيوکې کړي وې

له امريکايي ټلويزيون سي ان ان سره په يوه مرکه کې جنرال مشرف ښاغلى کرزى تورن کړ چې په خپل هېواد کې له استخباراتي عملياتو هېڅ خبر نه دى.

هغه وويل ښاغلي کرزي تيره مياشت د طالبانو فراري مشر ملامحمد عمر په اړه ځېنې اطلاعات پاکستان ته وسپارل خو دا اطلاعات زاړه وو او د استفادې وړ نه وو

افغان چارواکو ويلي وو چې پاکستان کې د طالبانو د يوشمير مشرانو د اوسيدو د ځايونو په اړه ېې دقيق معلومات د پاکستان حکومت ته سپارلي وو

پاکستاني مشر دا خبره رد کړه چې گواکې حکومت يې د طالبانو يا القاعدې جگړنو په نيولو کې چې ادعا کيږي د پاکستان له خاورې څخه فعاليت کوي ، له افغان چارواکو سره مرسته نه کوي.

ښاغلي مشرف وويل د افغانستان په دفاع وزارت او امنيتي ادارو کې داسې کسان شته چې غواړي پاکستان بدنامه کړي

خود افغان ولسمشر ،حامد کرزي ، يو مشر سلاکار ، ډاکتر دادفر سپنتا، بي بي سي سره يوې مرکې کې وويل افغانستان له پاکستان سره ښې اړيکي غواړي اودا تور ېې رد کړ چې گواکې افغانستان د پاکستان د بدنامولو لپاره هڅه کوي

ښاغلي سپنتا وويل هغه اطلاعات چې د ولسمشر کرزي د سفر په وخت کې د طالبانو په اړه پاکستان ته سپارل شوي وو زاړه نه وو او دا اطلاعات مخکې هم د امنيتي ادارو له خوا پاکستان ته ورکړل شوي وو

په نړيوالو چارو کې د ولسمشر حامد کرزي سلاکار ډاکتر داد فر سپنتا وويل لدې سره چې دوى د پا کستان د حکو مت له لحن نه خوښ نه دي خو دوي د پا کستان د حکو مت په ستونزو او مجبوريتونو پوهيږي

ښاغلي سپنتا زياته کړه د پا کستان حکو مت له يوې خوا د بلوچستان له ستونزې سره مخ دى او له بل پلوه هم په هغه هېواد کې د مذهبي ډلو له بغاوت سره مخ دى او ترفشار لاندې دى

په همدې ترڅ کې د شمالي وزيرستان له قبايلي سيمې نه رېپوټونه وايي چې د پاکستاني ځواکونو او قبايلي اورپکو تر منځ چې چاروا کي گومان کوي له طالبانو سره تړاو لري، نورې نښتې شوي دي.

تيره اونۍ د امريکا ولسمشر جورج بوش پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د تروريزم پرضد ددغه هيواد له همکاري نه مننه وکړه خو وي ويل چې د القاعدې د ماتولو لپاره بايد نور ډير اقدامات وشي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت