BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:02 گرينويچ 2006 ,08 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو له پاکستانه د پوځي همکارى د پراختيا په هيله

جنرال ريچردز
ښاغلي ريچارد چې د ا فغانستان د سويل ختيځو ولايتونو د مشرانو په غونډې کې خبرې کولې له هغو وغوښتل چې له ناټو سره دې د امنيت په ساتنه کې مرسته وکړي او دا ډول دى خپلې غوښتنې د دغو ځواکونو چارواکو ته وسپاري
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوى قوماندان برتانوى جنرال دېوېد رېچاردز د پاکستاني چارواکو سره د خبرو په موخه اسلام آباد ته سفر کوي .

ددغو خبرو نور جزييات ندى څرگند شوي ، خو اټکل کيږي چې د ناټو قوماندان به د پاکستا ن د لوړ پوړ و چارواکو سره د پولي له پوري غاړي افغانستان ته د تره گرو او اورپکو د اوړېدو د مخنيوى پر لارو چارو بحث وکړي

دغه سفر داسي مهال ترسره کيږي چې پر پاکستان له دې کبله نېوکو زور اخېستى چې د تره گرۍ په وړاندې مبارزه کې اړينه همکاري نه کوي .
.

پاکستان ته د ناټو ځواکونو د لوى قوماندان جنرال دېوېد رېچاردز سفر داسي مهال ترسره کيږي چې د افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو له خوا د تره گرۍ په وړاندې مبارزه کې د همکارۍ پر نه کولو د ېو بل د تورنولو له کبله د کابل او اسلام اباد تر مېنځ اړېکې ترېنگلې شوي .

اټکل کيږي چې ښاغلى رېچاردز به د خپل دغه سفر په ترڅ کې ددغو دواړو هيوادونو تر مېنځ د ترېنگلتېا د کمو لو د هڅې تر څنگ له پاکستاني چارواکو څخه وغواړي چې په افغانستان کې د تاوترېخوالو د مخنېوى لپاره خپلې هلې ځلې له دوى سره غبرگې کړي .

په کابل کې ددغو قواوو وېاند لوک کنېتنگ وايي چې ددې سفر مهمه موخه داده چې د تره گرو او وسله والو طالبانو په وړاندې په جگړه کې د ناټو ، افغانستان او پاکستان ترمېنځ پوځي همکاري پراختيا ومومي .

(( ددې سفر هدف دادى چې له پوځي پلوه ددواړو هيوادو ترمنځ د همکارى د پراختيا لپاره کار وکړو . دابه هيڅکه پدې معنا نه وي چې مونږه پاکستان ته ووايو چې څه وکړى څه مه کوى ))

اټکل کېږي چې ددغو خبرو په ترڅ کې به دېورند دکرښې دواړو غاړو کې د تره گرو د فعاليتونو په اړه خبرې وشي . ځکه په وروستيو کې په دې اړه د افغان چارواکو ادعاو زور اخېستى چې واېي پاکستان افغانستان ته د تره گرو او وسله والو طالبانو د اوړېدو په مخنيوى کې کافي هلي ځلي نه کوي هغه څه چې پاکستان ېې ردوي

په همدې ترڅ کې د لندن د سنډې ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې د امريکا ، ناټو اود افغانستان استخباراتي ادارو د مصنوعي سپوږمى د ويديويي تصويرونو په گډون يو لړ داسې شواهد برابر کړي چې د پاکستان د خاورې دننه د طالبانو او د ځانمرگوبريد کونکو د روزنې کمپونه ښيي

دا ورځپاڼه همدا شان ليکي چې جنرال ريچردز ښايي دا شواهد پاکستاني مقاماتو ته وړاندې کړي . د هغه له قوله داهم ويل شوي چي وايي " مونږه بايد دا ومنو چې د پاکستان حکومت د هرڅه د ترسره کولو توان نلري او دا کار آسانه ندى خو وشي او پدې هکله مونږه ډير کوشش کو . زه ډيرډاډه يم د پاکستان د حکومت اراده ډيره روښانه ده او هغوى به خپلې ژمنې ترسره کړي "

خو د سنډې ټايمز ورځپاڼې د ځينو برتانوي افسرانو له قوله چې نومونه يې ورته ندي ياد کړي ليکلي چې " د پاکستان له ا مله زمونږه اولادونه مړه کيږي " ، " مونږه نور پردې باندې سترگې نشو پټولاى ، مشرف بايد ثابته کړي چې د کوم اړخ پلوي کوي "

له بل پلوه په افغانستان کې د امنيت د ښه کيدو په موخه د شمالي اتلانتيک ناټو چارواکو له افغان قومي مشرانو او ديني علماو سره سلامشورې پيل کړي دي.

د ناټو قومندان جنرال ديويد ريچارد چې په دې وروستيو کې يې د افغانستان د ختيځو ولايتونو امنيتې چارې هم په غاړه اخيستي وايي له پاکستان سره په پوله به د امنيت ساتل ستونزمن کار وي.

دغه قومندان هيله وښوده چې د افغان حکومت په مټ او د خلکو په سلا مشورې به دغه دنده په سمه توگه ترسره کړي.

ښاغلي ريچارد چې د ا فغانستان د سويل ختيځو ولايتونو د مشرانو په غونډې کې خبرې کولې له هغو وغوښتل چې له ناټو سره دې د امنيت په ساتنه کې مرسته وکړي او دا ډول دى خپلې غوښتنې د دغو ځواکونو چارواکو ته وسپاري.

بل لورته د افغانستان په سويل او ختېځ کې تاوترېخوالي داسي مهال زېات شوي چې ناتو په هيواد کې د ټولو بهرنيو ځواکونو د قوماندې مسووليت پر غاړه اخېستې .

ډېرى کار پوهان باور لرى چې په افغانستان کې د ناټو دمامورېت برى د تره گرۍ په وړاندې مبارزه کې د پاکستان په همکارۍ پورې تړلى دى ، نوځکه په افغانستان کې د ناټو لوى قوماندان به هڅه کوي چې د ځواکونو په وړاندې ېې پر پر تو ننگونو دلاس بري لپاره د پاکستان همکاري جلب کړي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت