|
څار ډله: بلير دې کړول له مشرف سره وڅيړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د برتانيې لومړى وزير ټوني بلير دې له پاکستان سره د ځورونو د پايته رسول وڅيړي. د بشري حقونو دغه اداره وايې چې دا مساله بايد پاکستان ته د ښاغلي بلير د سفر د خبرو اصلي ټکئ وي . ټاکل شوې ده چې لومړئ وزير ټوني بلير دا اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي او هلته د پاکستان له پوځي واکمن پرويز مشرف سره وگوري . د بشري حقونو د څار ادارې ، داسې اسناد راغونډ کړي دي چې وايې د پاکستان د امنيتي څانگو له خوا د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې زور کارول شوئ دئ . د بشري حقونو د څار ادارې په يوه خپره شوې وينا کې له لومړي وزير ټوني بلير څخه وغوښتل چې په پاکستان کې له پوځي واکمن پرويز مشرف سره د خبرو پر مهال د کړولو او شکنجې په وړاندې د خپل هيواد په تگلاره کلک ودريږي . د بشري حقونو د څار د ادارې د اسيا د څانگې مشر برډ اېډمز وايې ، تيري او ځورونو په پاکستان کې پراخه وده موندلې او د ترهگرۍ په وړاندې ددواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو ټينگښت ډير اړين دئ . ښاغلئ اېډمز ټينگار کوي چې لومړئ وزير ټوني بلير بايد په دې برخه کې پټه خوله پاتې نشي . د بشري حقونو د ځار ددغې ادارې په خپره شوې وينا کې راغلي دي چې ، دصلاح الدين امين په نامه يو برتانوئ چې په دې هيواد کې د بمونو د الوزولو په تور د ٢٠٠٥ کال د فبرورۍ په مياشت کې د قضا په امر ونيول شو رسنيو ته وويل چې له نيولو څخه يې وړاندې په پاکستان کې د لسو مياشتو لپاره په ناقانونه ډول بندي شوئ او ځورول شوئ دئ . ښاغلئ اميېن ادعا کوي چې ئ د پاکستاني چارواکو له خوا په روحي او جسمي ډول کړول شوئ او بيا د پاکستان د څارگرو ادارو له خوا برتانيا او امريکا ته د يو ترهگر په توگه ورپيژندل شوئ چې اوس يې محکمه په برتانيا کې روانه ده . د څار دغه اداره وايې ، د پرويز مشرف د واک په وخت کې د پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو له خوا د ربړولو او کړولو لمن پرخه شوې ده . | ورسره تړلي نور خبرونه ټوني بلير: د افغانستان امنيت دبرتانيا امنيت ته گټه رسوي 01 فبروري, 2006 | خبرونه توني بلير: طالبان لاهم گواښ دى07 اکتوبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||