BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:49 گرينويچ 2006 ,01 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ټوني بلير: د افغانستان امنيت دبرتانيا امنيت ته گټه رسوي
د افغانستان د دفاع وزير عبد الرحيم وردک
جنرال وردک وويل ځېنې " مذهبي متعصبين " چې له بهر نه افغانستان ته را ننوځي ښايي ځېنې افغانان خطا باسې او بمي حملو ته ېې لمسوي
د برتانيا لومړي وزير ټوني بلير ويلي چې له يو ناکامه دولت څخه يو ديموکراتيک هيواد ته د افغانستان بدلون به د برتانيا امنيت ته هم گټه ورسوي

ښاغلي بلير دا خبره د برتانيا په پارلمان کې پداسې حال کې وکړه چې په لندن کې د افغانستان په اړه دنړيوال کنفرانس دويمه ورځ وه

پداسې حال کې چې افغانستان د مخدره موادو ، خوارۍ غريبۍ او تروريزم پرضد په مبارزې بوخت دى ، د لندن په کنفرانس کې دپلوماتان او حکومتي مامورين افغانستان کې د بشري حقونو او اقتصادي ودې په اړه په خبرو بوخت وو

پدې وروستيو مياشتو کې په افغانستان کې د يوشمير ځان وژونکو بريدونو د شته والي سر ه سره ، د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبد الرحيم وردک چې د لندن په کنفرانس کې ېې برخه درلوده په ټينگار سره وويل چې د ولسمشر حامد کرزي د حکومت پرضد کوم عمومي بغاوت نشته .

جنرال وردک وويل ځېنې " مذهبي متعصبين " چې له بهر نه افغانستان ته را ننوځي ښايي ځېنې افغانان خطا باسې او بمي حملو ته ېې لمسوي


نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت