 | | | که له طالبانوسره جنگيدونکي سرتير هرڅه وغواړي و رته وبه رسيږي |
دبرتانيي لومړي وزير توني بلير ويلي دى هغه برتانوي پوځيان چې له طالبانوسره په جگړه بوخت دي هرڅومر زياتي مرسته چې وغواړي ترلاسه کولى يى شي. نوموړي دبرتانوي پوځ له خپروندويې راډيو سره په مرکه کې پرافغانستان دپوځي بريد دپنځمې کليزې په مناسبت داخبره وکړه. ښاغلي بلير وويل  |  برتانوي پوځيان دنړيوال امنيت لپاره سخته اومهمه دنده ترسره کوي دوى ته به دمرستې لپاره له هيڅ شي دريغ ونه کړو .  توني بلير |
برتانوي پوځيان دنړيوال امنيت لپاره سخته اومهمه دنده ترسره کوي .پنځه کاله وړاندې د امريکې ترمشرى لاندې ځواکونو پر افغانستان بريد اودطالبانو رژيم يې را وپرزاوۀ . ددوى الوتکې په هواکې گرځيدې اوپرطالبانو يې بمونه غورځول. دوى غوښتل چې طالبان اوالقاعده له پبښو وغورځوي چې دې موخې ته وهم رسيدل خوتر اوسه دالقاعدې مشراوسامه بن لادن او دطالبانو مشرملا محمد عمر اخوند لاندي نيول شوى اوطالبان بيا دهيواد په جنوب کې دنوي ځواک په توگه راڅرگنديږي اوبريدونه کوى. |