BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:49 گرينويچ 2006 ,26 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د سولې جرگې ته کميسيون اعلان شو

جرگه
د جرگې لپاره نېټه ، ځاى او نور جزييات لا تر اوسه پورې نه دي روښانه شوي
د ډيورند د کرښې د دواړو غاړو د قومونو د جرگې د جوړولو کميسيون په داسې مهال خپل کار پيلوي چې لا تراوسه د دغې جرگې د جوړيدو نيټه او ځاى نه دى څرگند شوى.

دغه نوى جوړ شوى کميسيون د افغانستان له لوري د امن او رفاه د کميسيون په نامۀ نومول شوى دى.

د امن او رفاه کميسيون چې مشري يې پير سيد احمد گيلاني کوي نژدې ٢٠ غړي لري چې د چارواکو په وينا د افغانستان د بيلابيلو قومونو پيژندل شوي څيرې دي.

د دغې جرگې غړى او د دارالنشا د ادارې مشر فاروق وردگ د کميسيون د دندو د روښانولو پر وخت وويل :

( د کميسيون دندې په دوو برخو ويشل کيږي ،لومړى عامه پوهاوى دى. کميسيون دنده لري چې د خلکو پوهاوى لوړ کړي چى جرگه څه ته وايي ، د څه لپاره جوړيږي او موږ له جرگې څه هيلې لرو او د دغه کميسيون دويمه دنده د جرگې جوړيدولپاره چمتوالى دى.)

ښاغلي وردگ هيله وښووله چې پاکستان هم په نژدې راتلونکي کې داسې يوۀ کميسيون ته دنده وسپاري چې دامن او رفاه د جرگې د جوړيدو په اړه له دوى سره په سلا مشورې کار وکړي.

د دغه کميسيون د کار د پيليدا په اړه ولسمشر حامد کرزي په خپل پيغام کې د امن او رفاه جرگه د افغانستان او پاکستان د خلکو له لوري هغه متبت گام بلل شوى چې د ترهگرۍ د له منځه وړلو او په سيمه کې د امنيت د ټينگښت په موخه پورته شوى دى.

د فاروق وردگ په وينا له هغه وروسته چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ترهگرو د مخنيوي خبرې اترې د دواړو هيوادونو د ولسمشرانو ترمنځ کومې پايلې ته ونه رسيدې حامد کرزي په واشنگټن کې له ښاغلي مشرف سره په خبرو کې د امنيت د ټينگښت په موخه د ډيورند د کرښې د دواړو غاړو د قومونو د يوې جرگې د جوړيدا موضوع مطرح کړه.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت