BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:21 گرينويچ 2006 ,11 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان وزيران : گاونډى هيواد د ترهگرۍ په ځاله بدل شوى
ولسي جرگه
د ولسي جرگې غړو ته وويل شول چې د امنيت په خرابيدو کې بهرنى لاس مهم رول لري .
د افغانستان په ولسي جرگه کې نن ( د سلواغې ٢٢ د فبروري ١١ ) دوو وزيرانو يو گاونډى هيواد د ترهگرۍ په ځاله بدل شوى وبالۀ .

د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ولسي استازيو ته په افغانستان کې له امنيت سره په تړاو خبرې وکړې او يو وار بيا يې د بهرنيو لاسوهنو يادونه وکړه .

دوى د کوم هيواد نوم وانه خيست خو ويې ويل چې د افغانستان ختيځ او سويل ته پروت هيواد د ترهگرۍ په ځاله بدل شوى دى چې دغلته پاکستان موقعيت لري .

د ولسي جرگې يوې غړې شکريې بارکزۍ بي بي سي پښتو څانگې سره په مرکه کې وويل چې ولسي جرگې ته وړانديز وشو چې ولسي استازې دې د امنيت په ټينگولو کې فعاله ونډه واخلي .

د هرات يوۀ استازي وزيرانو ته پر هغۀ پلاوي نيوکه وکړه چې د ولسمشر کرزي له خوا هرات ته د جوړ جاړي لپاره ليږل شوى دى .

په هرات کې د وروستيو ورځو د نښتو کراريو ته ولسمشر کرزي د اوبو او برېښنا د وزير اسماعيل خان په مشرۍ کې يو پلاوى هرات ته ليږلى وو .

په افغانستان کې د ٢٠٠٥ کال په ترڅ کې د مشکوکو طالب اورپکو او د هغوى د القاعدې ملاتړو په بريدونو کې تر ١٥٠٠ ډير افغانان وژل شوي دي .

په دې وروستيو کې چاودنې او نور غلچکي بريدونه هم ډير شوي دي چې د بيا رغاونې او پرمختيايي چارو په لار کې يې د ځينو په گومان خنډونه پيدا کړي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت