BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:06 گرينويچ 2006 ,10 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
قبايلي جرگه : په قبايلو کې بهرنيان نشته

قبايلي جرگه
د جرگې برخه والو له پاکستاني پوځه وغوښتل چې له ښاري سيمو ووځي .
په قبايلي سميې شمالي وزيرستان کې په زرگونو قبايلو او ديني عالمانو د يوې جرګې په ترڅ کې له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې عسکر دې د ښاري سيمو نه ځايې سرحدي سيمو ته وليږي او دا چې د پوځي عملياتو پرمهال دى عام خلک نه په نخښه کوي .

د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې د دوشنبې يا گل په ورځ ( د وري ٢١ د اپريل ١٠ ) د اتمانزو ، وزيرو او دوړو قبايلو شاوخوا ٥٠٠٠ غړو سره د سيمې ګڼ شمير عالمانو ګډون وکړ .

دا د يوې اوونۍ نه په کم وخت کې شمالي وزيرستان کې دويمه لويه قبايلي جرګه وه.

جرګه کې يو څو پريکړه ليکونه هم منظور شول چې سرحدي سيمو ته يې د عسکرو د منتقل کيدو، د نيول شوو کسانو د خوشې کولو او د قبايلو په مشوره د پريکړو د کولو غوښتنه وشوه.

جرګې ته ملک خان مرجان ، ديني عالم صدر عبدالرحمن وزير ، مولوى محمد عالم او مولوى سليم ګل ويناوې وکړې.

د يو پريکړه ليک د لارې په حکومت غږ وشو چې قبايلو سره دې په دې وروستو کې شوې ټولې موافقې عملي کړى شي .

جرګه کې د مجاهدين اسلاميه په نامه د يوې محلي اسلامي ډلې د مشر مولوى عبدالرحمن په پښتو او اردو ژبه يو پېغام هم واورول شو چې پېغام کې مولوى عبدالرحمن وويل حکومت سره خبرو ته تيار دى خو که چيرې حکومت يو آزاده او بااختياره کميټه وټاکي.

خپلو ويناو کې قبايلي مشرانو د حکومت لخوا د وسلو په ګرځولو حکومتي بنديز منلو څخه انکار وکړ او ويې ويل چې د قبايلو د مشورو نه پرته به داسې هيڅ ډول بنديز ونه مني.

صدر عبدالرحمن پخپله وينا کې ادعا وکړه چې شمالي وزيرستان کې هيڅ خارجي وګړي نشته او دا چې قبايل به د خارجي اورپکو په ضد د حکومت د عملياتو ملاتړ وکړي خو که چيرې دا کار د قبايلو په مشوره وکړى شي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت