BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:29 گرينويچ 2006 ,17 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پاکستان پارلماني غړو د هيواد ماتيدو گواښ وکړ

د پاکستان پارلمان
د مجلس عمل سنيټر مولانا ګل نصيب وويل چې د وزيرستان او بلوچستان خلک مظلومان دي او بايد چې مساله د خبرو له لارې حل شي
د پاکستان د مشرانو جرګې په غونډه کې حکومت مخالفو غړو په قبايلي سيمې او بلوچستان کې پوځي عمليات غندلي دي او د دغو عملياتو د بندولوغوښتنه يې کړې ده.

د سنا مجلس کې د جمعې په ورځ ( د کب ٢٦ د مارچ ١٧ ) د وزيرستان او بلوچستان په اړه د بحث په وخت له مخالفو ډلو سره تاړاو لرونکو سينټرانو په حکومت غږ وکړو چې د بلوچستان او وزيرستان مسالې دې د زور په ځاى د خبرو له لارې حل کړي.

مخالفو غړو تور ولګولو چې عملياتو کې عام خلک هم په نخښه شوي دي او امنيتي ځواکونو ته ډير ځانى زيان رسيدلى دى .

د مشرانو جرگې د وزيرستان او بلوچستان په مسايلو بحث د دينى ګوندونو متحده مجلس عمل او د بلوڅ ملت پالې ډلې جمهوري وطن پارټۍ د غړو په غوښتنه شروع شو چې څو ورځې به دوام ولري .

د مجلس عمل سنيټر مولانا ګل نصيب وويل چې د وزيرستان او بلوچستان خلک مظلومان دي او بايد چې مساله د خبرو له لارې حل شي .

ګل نصيب په وزيرستان او بلوچستان کې د خرابې ورځې پړه په حکومت واچوله او ادعا يې وکړه چې په قبايلى سيمه کې عمليات د امريکا د خوشحالولو لپاره شروع شوي دي.

د جمهورى وطن سنيټر شاهد حسن بګټي خبردارى ورکړ که چيرې د بلوچستان مساله د خبرو له لارې حل نه شوه نو د د ١٩٧٠ کال په رنګ به ملک يو وارې بيا تقسيم شي .

د بلوچستان حکومتي سنيټر مير محبت خان مري صوبه کې د پوځي عملياتو ملاتړ وکړ او تور يې ولګولو چې بعضې بلوڅ سرداران د خپلو شخصي ګټو لپاره ګډوډى رامينځ ته کول غواړي .

يوۀ بل حکومتي سنيټر نثار ميمن وويل چې وزيرستان کې خارجي جنګيالي موجود دي چې په دغه سيمه کې د ګډوډۍ ذمه وار دي ښاغلي ميمن په بلوڅ سردارانو د بلوچستان په بعضې برخو کې د ماينونو د اېښودلو تور ولګاوۀ چې د ماين په بعضې چاودنو کې عام خلک وژل شوي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت