BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:52 گرينويچ 2006 ,13 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى : پاکستان غواړي افغانستان بې ثباته کړي

کرزى
کرزى : پاکستان غواړي افغانان غلامان کړي
لومړى ځل و چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په احساساتي ډول او په رسا او څرگندو ټکو سره ، د پاکستان حکومت تورن کړ چې دده په وينا هڅه کوي چې افغانستان بې ثباته کړي .

افغان ولسمشر چې د کندهار په ښار کې د ښونځيو سلگونو زده کونکو ته وينا کوله ، د هيواد په ټولو بې امنتيو او تاوتريخوالو کې د پاکستان لاس وباله او زېاته کړه چې گواکې پاکستان د پخوا په شان نيت لري چې افغانستان خپل غلام کړي .

په هيواد کې د تاوترېخوالو ، ورانکاريو او ځان وژونکو برېدونو زياتيده ، ښاغلي کرزي د پاکستان يوه هڅه وبلله چې دده په وينا غواړي چې له دې لارې افغانان دهغوى غوښتنو ته غاړه کيږدي .

خو افغان ولسمشر دا د پاکستان يوه تيرو تنه وبلله چې گواکې هلي ځلي کوي چې د افغانستان پر خاوره خپله قبضه ټينگه کړي . ځکه ددې په باور، دلته چې د نړۍ زبر ځواکونو ماته خوړلې ، د پاکستان هڅې خو هېڅکله هم برېالي کيدونکې ندي .

په وار واور د پاکستان د ولسمشر جنرال پرويز مشرف لخوا پښتنو پورې د طالبانو تړل ، ښاغلي کرزي د اسلام آباد د چارواکو يو بله هڅه وبلله چې دده په وينا پاکستاني چارواکي غواړي چې په دې کارسره ، پښتانه نوم بدي او د ديورند د کرښې دواړو غاړ و کې يې وځپي .

افغان ولسمشر افغان زده کونکو ته په خپلې دغې وينا کې په بيا بيا پر دې خبرې هم ټينگار وکړ چې افغان طالب دده په اند ، هيڅکله هم د هيواد ښونځي نه سوځي ، ښونکي او ډاکتران او انجينران نه وژني . ښاغلي کرزي د نورو طالبانو سربيره ، د طالبانو پر مشر ملامحمد عمر هم غږ وکړ چې که دده په وينا پردي ، دغه کارونه کوي ، نو خپل غږ دې پورته کړي .

ښاغلي کرزي د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې دده په وينا د افغانونو د زهيرولو څخه لاس واخلي او خپله خاور ه کې د تره گرو مرکزونه وتړي .

ولسمشر کرزي د کندهار ، زابل ، هلمند او ارزگان ولايتونو له سلگونو سپين روبو او قومې مشرانو سره د خبرو پر مهال دا گواښنه هم وکړه چې که پاکستان دغه کار ونه کړي ، نو افغانان به اړ شي چې له هيواده د باندې د ترهگرو د ځالو د نړولو پسې لاړ شي .

ښاغلي کرزې داهم وويل چې د ناتو ځواکونو نه يې په وار وار غوښتنه کړې چې د افغانستان پر کلو او بانډو د بمباريو پر ځاى ، دده په وينا پاکستان کې د ترهگرو ځالې له منځه يوسي . خو دده په وينا چې نړيوالو تر اوسه پورې دا خبره ورسره نه ده منلې .

ښايي دا يو ه ناڅاپي خبره نه وي چې افغان ولسمشر کندهار کې او دسويل د څلورو ولايتونو مشرانو ته د پاکستان په تړاو دغه ډول تندي څرگندونې وکړي . دا د افغانستان هغه ولايتونه دي چې تاوتريخوالي په کې زيات دي . د افغان چارواکو څرگند تور دادى چې له پاکستانه دغلته تره گر راځي چې حالت ترينگلي کړي .

د چارو د شنونکو په باور د ښاغلي کرزي ، دغه وينا يوه هڅه ده چې ددغو ولايتونو خلکو کې پاکستاني ضد احساساتو په پارولو سره ، هغوي د هيواد دفاع ته چمتو کړي

پاکستاني چارواکو تل د افغانستان له خوا لگول شوي تورونه رد کړي او وايي چې پاکستان د اورپکو د مخنيوى لپاره ټولې ممکنې هڅې کړيدي او د افغانستان کورنى ستونزي بايد خپله افغان چارواکي حل کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت