 | | | د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خورشيد قصوري وايي په تېرو درو کلونو کې له افغانستان سره سوداگري ډيره شوې ده . |
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خورشيد قصوري يوۀ خبري کانفرانس ته د خبرو پر وخت ويلي دي چې په تيرو درو کلونو کې له افغانستان سره د پاکستان سوداگري خورا ډيره شوې ده . ښاغلي قصوري وويل د اسلام اباد او کابل تر منځ د درو کلونو پخوا په پرتله سوداگري ٤٠ ځله ډيره شوې ده . په اسلام اباد کې يوۀ خبري کانفرانس ته د خبرو پر وخت ښاغلي قصوري زياته کړه چې د دغو دواړو گاونډيو هيوادونو ترمنځ پخوا کالنۍ سوداگري ٣٠ ميليونه ډالره وه خو اوس ١.٢ ميلياردو ډالرو ته ختلې ده . د پاکستان خبري ټولنه ( اې پي پي ) په خپل خبر کې زياتوي چې له هند سره هم په تيرو څو مياشتو کې د سوداگرۍ کچه ډيره شوې ده . |