BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:07 گرينويچ 2007 ,30 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د برتانيا دوو وزيرانو افغانستان ته سفر وکړ
برتانوي عسکر په هلمند کې
د افغانستان په جنوب کې په زرگونو برتانوي عسکر ميشت دي چې زياتره يې په هلمند ولايت کې دي
د ماليي وزير گورډن براون او دفاع وزير ډس براون د افغانستان په جنوب کې د برتانوي سر تيرو سره وکتل . هغوى د هيواد امنيت او اقتصادي ودې پر اهميت ټينگار وکړ

د بي بي سي د سياسي چارو خبريال جيمز لينډيل چې د برتانوي پلاوي سره پدې سفر کې ملگرى و وا يي د ماليي وزير گورډن براون ددفاع وزير ډس براون سره يو ځاې د جمعې په سهار د افغانستان جنوب ته ورسيدل

دا افغانستان ته د گورډن براون لومړى سفر دى او غوښتل يې چې د برتانوي عسکرو او لوړو قوماندانانو سره د افغانستان دا منيتي روانو حالاتو په اړه خبرې وکړي او په خپله له نږدې نه حالات وويني

د ماليي وزير وويل پداسې حال کې چې واضح ده چې د افغانستان امنيت تر هرڅه لومړى اهميت لري ، د هيواد د اوږدې مودې سولې او ثبات لپاره اقتصادي بيارغونه هم ډيره مهمه ده

هغه اعلان وکړ چې برتانيا به ١٥ ميلونه پونډه نوره مرسته افغانستان ته ورکړي

د ماليي وزير گورډن براوه غواړي چې د لومړي وزير ټوني بلير نه وروسته د برتانيي د حکومت مشرى په غاړه واخلي او دغې کار ته ځان چمتو کوي

څه موده وروسته به هغه پداسې دريځ کې وي چې نه يواځې داچې د هغو برتانوي سرتيرو تنخا گانې به ورکوي چې نن ورسره کتنه کوي بلکه دا واک به هم لري چې عسکر چيرته او له چاسره جگړې ته وليږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت