BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو: پاکستان د اورپکو په مخنيوي کې مرسته کوي

د پاکستان او افغانستان گډه پوله
ناټو وايي د پاکستان د پوځ له لورې له ناټو او افغان ځواکونو سره دگډو هڅو له برکته هلمند ته د اورپکو راتگ کم شوى دى
په افغانستان کې د شمالي اتلانتيک تړون (ناټو) ځواکونه وايي له دوى سره د پاکستان د سرحدي ځواکونو د مرستې له برکته، هلمند ته له پاکستان څخه د طالب جنگياليو د را اوښتلو په کچه کې کموالى راغلى.

په هلمند ولايت کې د ناټو پوځ قومندان تورن جنرال ټون وان، په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل د اشيلز په نامه د دوى پوځي عمليات په برياليتوب سره پر مخ روان دي ځکه اوس اورپکو ته په سيمه کې وسلې نه رسېږي.

هغه وويل دغو عملياتو په طالبانو کړۍ هومره تنگه کړې چې آن ځينې يې په څادري کې له سيمې څخه پښې سپکوي.

د اشيلز عمليات، چې د ناټو د پوځ په خبره، موخه يې د هلمند په ترټولو نارامه ولايت کې د امنيت ټينگول او د بيارغاونې لپاره د اوضاع برابرول دي، تر ټولو لوى عمليات دي چې تر ٤٥٠٠ زيات ناټو سرتېري او نژدې ١٠٠٠ افغان پوځيان پکې ښکېل دي.

په هلمند کې د ناټو او افغان ځواکونو په تر ټولو سترو عملياتو کابو درې اوونۍ اوړي، او ناټو پوځ تراوسه ځان بريالي گڼي، چې گواکې بريدونه اوس طالب جنگيالي نه، بلکې دوى پيلوي.

تورن جنرال ټون وان، چې په همدې ولايت کې د ناټو ځواکونو مشرتوب په غاړه لري، خبريالانو ته په کابل کې وويل چې تر ٥٥٠٠ زياتو ناټو او افغان سرتېرو په دغو عملياتو کې تر اوسه څوتنه طالب جنگيالي وژلي او څو نور يې نيولي دي.

د د اشيل عملياتو په ترڅ کې د نيول شويو په ډله کې، ښاغلي وان د ملا محمود، ملا محمد ولي او ملا جمال الدين نومونه واخيستل، چې دۀ د طالبانو سيمه ييز مشران وبلل.

خو دۀ د افغان او د ناټو پوځ د نورو چارواکو په خلاف، په عملياتو کې د طالب جنگياليو د سر د زيانونو شمېرې رسنيو ته ور نه کړې. همدارنگه، هغۀ د خپلو او افغان سرتېرو د تلفاتو په اړه هم جزئيات ورنه کړل، او يوازي دومره يې وويل چې د دوى خپل د سر تاوان ډېر کم دى.

په هلمند کې له عملياتو او امنيت سره تړلې بلې موضوع ته په اشاره، ښاغلي وان پاکستاني پوځ په دې وستايه چې د دغه ولايت برام شاه ولسوالۍ ته يې له خپل هيواد څخه د اورپکو د اوښتلو مخه نيولي.

هغه يادونه وکړه چې د پاکستان د پوله ساتونکي پوځ له لورې له ناټو او افغان ځواکونو سره د مرستې او گډو هڅو له برکته هلمند ته له بهر څخه د اورپکو راتگ کم شوى دى.

هغه وويل: ((اوس موږ له پاکستان سره نږدې اړيکې لرو او په گډه کار کوو. زما په فکر، د هلمند په سويل کې د برام شاه په سيمه کې موږ د يوۀ بدلون شاهدان يو. موږ وينو چې له پاکستان څخه افغانستان ته د جنگياليو د را اوښتو په کچه کې کمښت راغلى. زه فکر کوم پاکستان په دې برخه کې د يوۀ غټ بدلون د راوستلو په حال کې دى. ))

ښاغلي وان وويل د اشيل عملياتو يوه موخه له بهر څخه د دۀ په خبره، د ترهگرو او طالب جنگياليو، د را اوښتلو او هغوى ته د وسلو د رسېدلو مخه نيول دي.

په دې برخه کې هغۀ د پاکستاني پوځ له هڅو خوښي وښوده او هيله يې وکړه چې د دوى تر منځ دا ډول مرسته او همغږي په راتلونکي کې زياته شي.

په سيمه کې د روانو حالاتو څارونکي په دې باور دي چې پر پاکستان باندې زياتېدونکې نړيوال فشار او په دې وروستيو کې جگپوړو امريکايي او ناټو چارواکو سفرونو پاکستان دې ته اړايستلى چې افغانستان ته د ورانکارو د اوښتلو په مخنيوي کې زيات کوټلي گامونه واخلي.

خو، داسې ښکاري چې نړيواله ټولنه دا گامونه لا پوره نه گڼي. تېره ورځ افغانستان ته د اروپايي ټولنې ځانگړي استازي فرانسيس ويندريل ويلي و، چې په افغانستان کې د ناامنيو يو بنسټيز لامل لاهم له پاکستان څخه د اورپکو را اوښتل دي.

دې ټکې ته په پام چې په هلمند کې د طالبانو تر واک لاندې ولسوالۍ تر اوسه بېرته نه دي نيول شوې، شنونکي باور ښيي چې د اشيل دومره غټ او ډېرلگښته عملياتوکوم اغېزمنې پايلې نه دي لرلې.

خو د ناټو او افغان حکومت مامورين وايي د دوى عمليات ځکه دومره ورو روان دي چې که بيړه وکړي کېداى شي د ملکي وگړو ژوندته زيان واوړي.

د عملياتو له ورو او ډېر نه محسوس پرمختگ سره د خلکو اندېښنه داده چې هسې نه طالبان په هلمند کې تر هغه زيات پياوړي وي، چې ناټو او افغان حکومت مخکې انگېرلې وه.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت