|
د پاک افغان جرګې کميسيونونه غونډه کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان او افغانستان په پوله د امنيت ټينگولو لپاره د جرګو د جوړولو په اړه د دواړو هيوادونو د جرګو د کميسيون غونډه په اسلام اباد کې پيل شوې ده. د پاکستان د جرګې کميسيون يو غړي غازى ګلاب جمال بى بى سي ته وويل چې دواړه غاړې په غونډه کې د جرګو د موضوع په اړه خبرې وکړي. غونډه کې د افغانستان د دوولس کسيزه پلاوي مشري د افغانستان د جرګې د کميسون رئيس پير سيد احمد ګيلاني کوى او د پاکستان د پلاوي مشري د کورنيو چارو وزير افتاب شيرپاړ پر غاړه ده. د اسلام اباد غونډه به د سه شنبې په ورځ (کب 22مه) هم دوام وکړي. افغان ولسمشر حامد کرزی او د هغه پاکستاني سيال جنرال پرويز مشرف تېر کال د سپټمبر په مياشت کې د ولسمشر بوش لخوا په سپينه ماڼۍ کې د يوې غونډې پرمهال د جرګو په جوړولو موافقه کړې وه. د دواړو هيوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي په نتيجه کې د جرګو جوړېدل د ځنډ سره مخامخ شوي و، خو اوس داسې هيلې شته چې د اسلام اباد خبرې به د جرګو جوړيدو ته لار سمه کړي. خبري سرچينې وايي چې د اسلام اباد خبرو کې به په داسې وړانديزونو غور وشي چې جرګې کله او کومو سيمو کې جوړې شي او دا چې څوک پکې ګډون وکړي. د پاکستان د جرګې د کميسون غړي ګلاب جمال وايي چې دواړو هېوادونو کې به بيلې - بيلې جرګې جوړې شي. د راپورونو ترمخه امکان دی چې جرګو ته پاکستاني او افغان ولسمشران ويناوې وکړي. پاکستان ټينګار کوي چې تېر کال د سبپتمبر په ٥مه نېټه قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د امن د يوې موافقې په ډول افغانستان کې هم د قبايلي مشرانو په مرسته موافقې وشي. که يو خواه پاکستان وايي چې د شمالي وزيرستان موافقې په سيمه کې امنيت ټينګ کړی، خو د امريکې او لويديځ مطبوعات وايي چې د شمالي وزيرستان موافقې ډيرې ښې پايلې نه دى ورکړي او دا چې دغې موافقې اورپکي نوره هم پياوړې کړې ده. | ورسره تړلي نور خبرونه قبايلي سيمو کې اورپکي او د پاکستان چلند19 اپريل, 2006 | خبرونه پښتانه د ښه نامه په تکل12 دسمبر, 2006 | خبرونه قبايلي جرگه : په قبايلو کې بهرنيان نشته10 اپريل, 2006 | خبرونه د سولې جرگې ته کميسيون اعلان شو26 نومبر, 2006 | خبرونه د قبايلو سناتور د پاکستان د جرگې کميسيون رد کړ26 جنوري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||