|
پښتانه د ښه نامه په تکل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د دوه زره لومړي کال د سپټمبر را په دېخوا پښتانه داسى احساسوى چې نړۍ دوى ته په ښه سترګه نه ګورى. دوى ناراضه او غصه دى او غواړى خپله پيژندګلوي بيرته لاس ته رواړى . هغه پيژندګلوي چې اوس له طالبانو سره تړل شوى او پښتانه د ترهگرۍ يا ځان وژونکو بريدونو لامل بلل کيږى . د امريکا له لورى په ګونتانامو يا بګرام کې نيول شوى زياتره افغانان پښتانه دى. د سپټمبر تر يوولسمې را وروسته د افغانستان په جنوب کې د ناټو يا امريکايي عسکرو په پوځى عملياتو کې په زرګونو ملکى کسان په تېروتنه يا د بى احتياطۍ له امله وژل شوي دي. د متحدو ايالاتو عسکر چې کومى دروازې ټکوي او له ښځو څخه پوښتنى ګرويږنى کوي يا بيا ځايي وګړي پردي بولي دا هر څه په لويه کچه په جنوب کې له پښتنو سره کيږي. په دې سيمه کې ځايي خلک پر امريکايى عسکرو تور لګوى چې ټولو پښتنو ته د دښمنانو په سترګه ګوري او ناټو هڅه کوى چې د امريکايي عسکرو په اړه د ځايي خلکو دغه سوچ بدل کړي.
د اکټوبر د مياشتى په پاى کې د پاکستان هوايي ځواکونو د باجوړ د قبايلي سيمې په مدرسه باندى چې کوم بمبارد وکړ، په هغه کې وژل شوى ټول کسان پښتانه وو. په افغانستان کې لويديځوالو مرستندويانو چې له ژمنو سره سم د بيا رغاونى او پرمختيا کوم کارونه روان کړي دې په هغو کې ټول د افغانستان په جنوب کې د پښتنو په سيمه کې ډير ورو روان دي. په پاکستان کې د پښتنو سيمې تر ټولو زياتى شاته پاته دي او دا سربېره پر دې چې پښتانه زياتى طبيعى زيرمى لري او د پاکستان په سلو کې پنځوس برېښنا توليد وى. دا وخت د پښتنو لوى ناورين دادى چې دوې د يوه قام په حيث له طالبانو سره تړل کيږي. طالبانو په کال نولس سوه څلور نوې ميلادي کال کې د پولى دواړو غاړو ته د پښتنو د لوى اکثريت ملاتړ درلود چې څلويښت ميليونه په پاکستان کې او لس يا دولس مليونه په افغانستان کې مېشت دى.
په افغانستان کې له غير پښتنو يعنى پخوانۍ شمالي ټلوالې سره د طالبانو تريخ او له ظلمه ډک جنګ په افغانستان کې توکميزو جګړو ته نوې لار پرانسته، خو طالبانو تر نولس سوه شپږ نوى وروسته اسامه بن لادن او القاعدى ته په پناه ورکولو د نړيوالو په سترگو کې ځانونه د ترهگرو په توگه وځلول. خو ځينو پښتنو د طالبانو پر ضد مقاومت هم وکړ . په دې مقاومت کوونکو کې عبدالحق هم شامل وو چې په کال دوه زره يو کې يي د طالبانو د حکومت د غورځولو هڅه وکړه اوو وژل شو. په دې مقاومت کوونکو کې حامدکرزى هم وو چې اوس د افغانستان ولسمشر دي . بلي خوا ته په پاکستان کې هم سيکولر او جمهورى فکرلرونکي پښتانه له ډيره وخته ددې سوچ پرضد مبارزه کوي چې د پښتنو درې زره کاله زوړ پښتون کلتور او ژبه په طالب ډوله مفکوره باندى له اوښتو څخه وژغورى. څو اونۍ وړاندې د افغانستان له پولى سره اوسيدونکو په سلګونو پښتنو سياستوالو او قبايلي مشرانو پښتون امن جرګه وکړه او په دواړو هيوادونو کې يي د طالبانو د تشدد د له منځه وړلو غوښتنه وکړه. دوى د پاکستان پر پوځى حکومت او استخباراتى ادراه آى ايس آى باندى تورو لګاوه چې د طالبانو او نورو اورپکو ډلو په پټه مرسته کوي او غواړي چې دوى دې له دې کار څخه لاس واخلى. د پيښور په يوه لوى تالار کې د لويو شملو ږير خريلي قبايلى مشران، مذهبى عالمان او ځوان سياسي مبارزين په يوه ځاى ناست وو او د پښتنو د سوله ييزو دودونو د بېرته پرځاى کولو غوښتنه يې کوله .
د پښتونخوا ملى عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزى وويل : " نړۍ پوښتنه کوي چې تاسو پښتانه څوک ياست ؟ " ده زياته کړه : " نړۍ پر مونږ باندې د ترهګرو تور لګوى خو زغم زمونږ په وينو کې دي . موږ يوازې له خلکو په دې کرکه نه کوو چې پوزه يې اوږده ده يا دوى بله ژبه وايي . موږ غواړو چې ټوله نړۍ زموږ د دودونو، کلتور او عظمت درناوى وکړى ". دا جرګه د عوامى نيشنل ګوند له لورى رابلل شوى وه چې د پښتنو يو سيکولر او جمهورى ګوند دى. دا ګوند په تيره لسيزه کې کمزورى کړل شوى دي ځکه چې د پاکستان پر پوځي حکومت يې نيوکې کولې چې د پولى دواړو غاړو دپښتنوپه سيمه کې اسلامى تند لاريتوب ته زور ورکوي. د عوامى نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولى خان جرګى ته وويل: " طالبان د پښتني ټولنى زېږنده نه ده، بلکى دا د پاکستان پوځ زيږولى دي " ده زياته کړه : " پښتانه په يوه خوله امن غواړي خو د جګړي اور زمونږ پر مځکه بل دي ، مونږ ته پکار دي چې د وژلو لارى چارى يي ولټوو . مونږ د جنګ غوښتونکو، طالبانو او اورپکو په منځ کې راګير يو". جرګى ته د طالبانو ملاتړ کوونکى مولانا فضل الرحمان هم وينا وکړه. دى د جمعيت علماء اسلام مشر دى چې دا وخت په بلوچستان او سرحد ايالت کې حکومتونه لرى . دغه ګوند په افغانستان کې د طالبانو دمقابلې په ډاګه ملاتړ کوي. مولانا فضل الرحمان ادعا وکړه چې طالبان د بهرنى نيواکګرو پر ضد مقاومت کوي. بلى خوا ته د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره آى ايس آى هم ددې لانجې يوه برخه ده .
طالبان بي سواده وو، خو د آى ايس آى ځانکړې څانګى د دوى لپاره مقالى او کتابونه وليکل او د داسى غونډو لپاره يي پيسى ورکړى چې دا خبره څرګنده کړي چې د طالبانو د تند لاريتوب څېره د پښتنو د پېژندګلوۍ اساس وګرځى. د افغانستان پښتنو لکه حامدکرزى ، عبدالحق او پخواني پاچا ظاهر شاه ددې فکر سخت مقاومت وکړ خو د دوى غږ د پاکستان ډليزو رسنيو ته را ونه رسېد. د پاکستان هغه پښتانه چې ددې سوچ مخالفت يې کاوه هغوى آى ايس آى د ياغيانو او پاکستان ضد په نامه ونومول. جمهوريت پاله پښتانه وايى چې جنرال مشرف په دې وروستيو کې په يوه بيان کې هڅه وکړه چې له پښتنو نړۍ وويروى او بدنامه يي کړي . محمود خان اڅکزى وويل: "جنرال مشرف موږ پښتانه وحشيان بللي يو، چې وينه تويوو او تشدد کوو ". جرګى د پښتنو په دوو مهمو مرکزنو جومات او هوجره باندى هم بحث وکړ يعنى په بله معنى دا بحث د مذهبى ځواک او سيکولر سياسى ځواک په اړه وو . په جرګه کې ملايانو د طالبانو دفاع وکړه چې دوى هوجره او جومات دواړه سره يو کړى دي خو نورو بيا ټينگار کاوه که پښتانه د يوه ملت په توګه ژوندى پاتى کېدل غواړى نو هوجره او جومات به له يو بل څخه بيل ساتى . د پښتنو د پېژندګلوۍ په اړه اوس بحث پيل شوى دى او دا به هغه وخت نور هم زيات شى کله چې په راتلونکى پسرلي کې په افغانستان او پاکستان کې د پښتنو لويه جرګه جوړه شى . | ورسره تړلي نور خبرونه د سولې جرگې ته کميسيون اعلان شو26 نومبر, 2006 | خبرونه قبايلي جرگه : په قبايلو کې بهرنيان نشته10 اپريل, 2006 | خبرونه کرزي د ولايتي جرگو له غړو مرسته وغوښته28 فبروري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||