BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:42 گرينويچ 2007 ,26 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د قبايلو سناتور د پاکستان د جرگې کميسيون رد کړ

شيرپاو
د کورنيو چارو پاکستانى وزير احمد شيرپاو د اسلام اباد له خوا د اعلان شوي کميسيون مشري په غاړه لري
د پاکستان د مشرانو په جرگه کې د قبايلو د سيمې يوۀ استازي حميد الله جان اپريدي له حکومت څخه غوښتلي چې د سيمې د سولې او سوکالۍ د جرگې لپاره دې اعلان شوى کميسيون بدل کړي .

ښاغلي اپريدي ويلي چې دغه کميسيون د پاکستان د اساسي قانون يا ايين خلاف دى او غړي يې ټول حکومتي چارواکي دي .

دۀ وغوښتل چې نوى کميسيون دې جوړ شي چې پکې دې د قبايلو د سيمې مخورو کسانو ته ځاى ورکړل شي . د دوى استدلال دا و چې قبايلي خلک له جرگو مرکو سره روږدي دي .

سنېټر حميد الله اپريدي ټينگاروکړ چې لومړي وزير شوکت عزيز د دې کميسيون اعلان د کابينې له منلو پرته کړى دى او غړي يې د حکومتي دندو له امله په دې جرگه کې د ناستې حق نه لري .

د پاکستان د پارلماني چارو وزير ډاکټر شير افگن نىازي د ښاغلي اپريدي دغه څرگندونې سمې ونه بللې او زياته يې کړه چې د کميسيون هدف يوازې له حکومت سره د جرگې په جوړولو کې مرسته ده .

پاکستان د سيمې د سولې او سوکالۍ د جرگې لپاره د کميسيون اعلان د جنوري په لومړنيو کې هغه وخت وکړ چې لومړى وزير شوکت عزيز د کابل په سفر و .

د پاکستاني کميسيون مشري د پاکستان د کورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شيرپاو کوي . د کميسيون په نورو غړو کې د سرحد او بلوچستان واليان يا گورنران او د پاکستاني د مرکزي کابينې ځينې غړي شامل دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت