|
قبايلي سيمو کې اورپکي او د پاکستان چلند | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په قبايلي سيمو کې روان تاوتريخوالى په دې ورستيو کې بيا د خبرونو سرته راپورته شو. په يوې وروستۍ پېښه کې درې ورځې وړاندې طالب پلوو اورپکو په شمالي وزيرستان کې د دوو ځايي کسانو سرونه په دې تور ورپرې کړل چې له پولې پورې افغانستان کې يې امريکايي پوځيانو ته خواړه ور رسول. يو شمېر قبايلي مشران د روان تاوتريخوالي لامل په سيمه کې دپاکستاني پوځ شته والى او له حالاتو سره د هغو د چلند څرنگوالى بولي. تېره اوونۍ په ميرامشاه کې غونډو شويو زرگونو قبايليانو له سيمې څخه د پاکستاني پوځ د وتلو غوښتنه وکړه. پاکستان وايي شاو خوا اويا زره پوځيان يې له تېرونژدې څلورو کلو راهيسته په قبايلي سيمه کې د اسلامپالو اورپکو پر ضد په پوځي عملياتو بوخت دي. خو هغسې چې ښکاري په دغو سيمو کې وضعه نه يوازې ښه شوې نه ده، بلکې نوره هم پسې کړکېچنه شوې ده. نن به پر همدې موضوع وغږيږو. په دې بحث کې راسره د افغانستان د ولسي جرگې غړى خالد پښتون، د پاکستاني ولسمشر پروېز مشرف پلوي واکمن گوند، مسلم ليک ق سناتور سليم سيف الله خان، او د قبايلي چارو څېړونکى او په دغو سميو کې د اصلاحاتو د يوې جرگه گۍ غړى انجنيري تورگل څمکنى، په وار سره له کابل، اسلام آباده او پېښوره برخه لري. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||