|
ملگري ملتونه د کابل اسلام اباد ښې اړيکي غواړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دغه غوښتنه د سوله ساتو ماموريتونو په برخه کې د سازمان د سرمنشي د مرستيال له لورې سيمې ته د سفرپه مهال مخې ته شوې . جان مارې گوهينو له ولسمشرانو حامد کرزي او پرويز مشرف سره تر خبرو وروسته په کابل کې خبريالانو ته څرگندونې کولې . ټېنگار يې دا وو چې هيڅ هيواد بايد اجازه ورنه کړي چې خاوره يې د ورانکارو لپاره په خوندي سيمه واوړي . سيمې ته د ملگرو ملتونو د سازمان د دغه لوړ پوړي چارواکي له دې وروستي سفر او له ولسمشرانو حامد کرزي اوپر ويز مشرف سره د هغه له ليدو کتو داسې بريښي چې سازمان لا هم د کابل او اسلام اباد ترمينځ د اړيکو د ترينگلتيا له اړخه انديښمن دى . جان ماري گوهينو د خپل سفر په وروستۍ ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل چې له کابل او اسلام اباددواړويې غوښتي چې د گرم بللو د بې پايلې لوبې پر ځاې په خپلو کې همکارۍ ته مخه کړي . ده د دواړو هيوادونو تر مينځ ښې اړيکې او گډه همکاري دسيمې د امن او ثبات تر ټولو اغيزمنه لاروبلله . ټينگاريې دا وو چې له دا ډول همکارۍ پرته پر پوله د القاعده او طالبانو د تگ راتگ کنټرول ناشونى دى . (( د يو بل دگرم بللو د لوبې د دوام لپاره هيڅ دليل نشته . دواړه لوري د داسې تجويزونوپر مخې ته کولو اړدي چې پر مټ يې خپل منځي اړيکې پړاووپه پړاوو وده وکړي . د گډې پولې کنټرول د خپل منځي مظبوطې همکارۍ له شته والي پرته ناشونې کار دى .)) د ښاغلي گوهينو يو بل ټينگار دا ووچې حکومتي مشران بايد اجازه ورنه کړي چې خاوره يې د ده په وينادورانکا رو لپاره دامن سيمه شي . (( هر يوه ته پکار ده چې پرېنژدي خاوره يې د پټيدو خوندي سيمه شي . پوهيږو چې دا يوه ستونزمنه چاره ده . خو که همکاري موجوده وي نو بيا دغه کار شونى بريښي. د پولې دواړو غاړو ته د سيمه يز امن د جرگو په څير گامونه په دې برخه کې اغيزمن وتى شي . البته په دې کې له بهرنيو او ځايي اورپکو سره په چلن کې توپير ته اړتيا ده . خو موخه بايد له هره اړخه په کنټرول کې د حالاتو راوستل وي . )) د همکارۍ په تړاو له دوه اړخيزو ژمنو سره سره د کابل او اسلام اباد اړيکې په تيرو څلورو کلونو کې په دوامداره توگه له لوړو ژورو ډکې پاتې شوي . کابل په پاکستان کې د خپلو وسله والو مخالفانو د پټيدو او سمبالدو له اړخه اسلام اباد گرم بولي . خو پاکستان وايي چې د ترهگرۍ خلاف جگړه کې يې تر بل هر چا زياته ونډ ه اخيستې اوپه دې اړه د کابل او نړيواله ټولنې شکونه بې انصافي بولي . | ورسره تړلي نور خبرونه م م : د جنگي مجرمينو بخښنه څوک نه شي کولى21 فبروري, 2007 | خبرونه م-م د افغانستان د حالاتو جاج اخلي06 نومبر, 2006 | خبرونه ټام کونيگز : پر پاکستان دې فشار ډير شي10 جولاى, 2006 | خبرونه ملگري ملتونه په افغانستان کې له فساده اندېښمن دي26 جون, 2006 | خبرونه م م د روغتيا له افغان وزارت سره مرسته کوي19 جون, 2006 | خبرونه م. م . : تاوتريخوالى پانگه اچونکي ويروي05 جون, 2006 | خبرونه ملگري ملتونه : په نښتو کې ملکي وگړو ته پام وکړئ23 مۍ, 2006 | خبرونه پاکستان کې افغان کډوال ٣ کلن سند ترلاسه کوي19 اپريل, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||