BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:26 گرينويچ 2006 ,10 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ټام کونيگز : پر پاکستان دې فشار ډير شي

ټام کوينگز
ټام کونيگز وويل نړيوالو پر طالبانو سترگې پټې کړې خو دده په وينا اوس بايد نړېوال پوه شي چې افغانستان داوږدې مودې مرستې او ملاتړ ته اړتيا لري .
په افغا نستان کې ملگري ملتونه وايي طالبان ددغه هېواد نه بهر مالي مرستې ترلاسه کوي .

په کابل کې دافغانستان لپاره دملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړي استازى ټام کونيگز يوه خبرې کنفرانس ته ددې خبرې ترڅنگ وويل چې طالب اور پکي د دغه هېواد له پولو اخوا پروگرام ترلاسه کوي .

ده له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې پر پاکستان دې لا زېات زور وا چوي چې د طالبانو د ملاتړو او مالي سرچېنو پر ضد لا کلک گامونه پورته کړي .

ټام کونيگز وويل نړيوالو پر طالبانو سترگې پټې کړې خو دده په وينا اوس بايد نړېوال پوه شي چې افغانستان داوږدې مودې مرستې او ملاتړ ته اړتيا لري .

دافغانستان لپاره دملگرو ملتونو ځانگړي استازي په نړيوالې ټولنې نېوک ه وکړه چې ددغه هېواد د حالاتو په اړه يې سر سري فکر کړي دى په داسې حال کې چې دده په اند حالات هغومره ساده نه دي .

تام کونيگز خبريالانو ته وويل په لومړي سر کې نړيوالو داسې انگيرله چې دافغان پوليسو په جوړيدو سره به طالبان دافغانستان له سياسي ډگره يو مخ ورک شي .

خو ښاغلى کونيگز دا فکر صحيح نه بولي او وايي چې طالبان يوځل بيا وکولاى شول دافغانستان په جنوب کې حالات کړکيچن کړي .

((که موږ دا فکر کاو چې طالبان په ٢٠٠٢ کال کې ماتې وخوړه او بيا نشي کولاى راپورته شي نو موږ په تېر وتنه کې وو. ځکه اوس بيا طالبان راپورته شوي او د ترهگرۍ دنړېوالې شبکې له لارې مرستې ترلاسه کوي . موږ بايد دافغانستان د ملي پوځ ، پوليسو امنيتي او قضايي ادارو په اصلاحاتو کې پانگه اچولې واى . خو اوس دققيقا هغه وخت دى چې دغه تېر وتنه جبران کړو.))

دملگرو ملتونو ځانگړى استازى زېاتوي له بهرنيو مالي مرستو بغير طالبانو نه شوکولا ى د دوهم ځل لپاره دومره فعال شي .

دده په وينا طالبانو ته له بهرنه د جگړې لپاره پلان او پيسې ورکول کېږي . ټام کونيگز د ولسمشر کرزي هغه غوښتنه تکرار کړه چې له افغانستان نه بهر دې د طالبانو خوندي پټو ځايونوته هغومره پام وشي لکه څومره چې دافغانستان په دننه کې ددوى په اړه کيږي .

((ددې لپاره چې د اورپکو منابع او اکمالاتي اډې دافغانستان له پولو اخوا دي اړينه ده چې سياسي گامونه او هڅې وشي . د ترهگرو د پټې خوندې ځايونه ددې هېواد نه بهر دي او بايد هغومره پام ورته وشي څومره چې په افغانستان کې ورته کيږي. په ډاډ سره وېلاى شو چې دا کار دافغان دولت لخوا ممکن نه دى. او نړيواله ټولنه بايد دې موضوع ته پام وکړي .او نړيواله ټولنه بايد پر پاکستان فشار واچوي چې له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي ))

ښاغلي کونيگز وايي نړيوالو مرستود افغانانو په ځانگړي توگه دجنوب ميشتو خلکوپر ژوند ډېر متبت تاتير نه دى کړى او دې ډگر ته دۀ دنړيوالو دپام غوښتنه وکړه .

خو ده ټينگار وکړو چې نړيواله ټولنه بايد له حالاتو سره تر پخوا زياته جدي مبارزه وکړي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت