BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:58 گرينويچ 2007 ,21 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م م : د جنگي مجرمينو بخښنه څوک نه شي کولى

يوناما
دملگرو ملتو نو وياند ادرين اد وارد س خبريالانو ته وويل چې هيڅوک دچا حق بل چاته نشي بخښلى .
په افغانستان کې ملگري ملتونه وايي هيڅوک د چا حق بل چاته نشي بخښلى . داخبره ملگرو ملتونو د مشرانو جرگې لخوا د ملي روغې جوړې د منشور د منلو په غبرگون کې وکړه .

يونا ما وويل دجرگې لخوا ددغې طرحې دمنلو هېله کېده . په همدې حال کې د افغانستان دمشرانو جرگې د يو شمير خبري رسنيو هغه رپوټ ردکړ چې گواکې د منشور په دوهمه ماده کې ېې تعديل را وستى .

د دغه منشور پر بنسټ د تېرو٣ لسېزو په جگړو کې ښکېلې غاړې له عدلي او حقوقي څارنې بچ سا تل کيږي. دغه طرحه به ولسمشر ته لېږل کيږي چې توشيح اويا ېې رد کړي .

د مشرانو جرگې لخوا د ملي روغې جوړې د طرحې له تصويب وروسته ملگري ملتونه هغه لومړۍ اداره ده چې په دې اړه غبرگون ښيي .

په کا بل کې د يوناما دفتر وويل له وړاندې ېې دمشرانو جرگې لخواد ورته چارې هېله درلوده .

خو له دې سره سره دملگرو ملتو نو وياند ادرين اد وارد س خبريالانو ته وويل چې هيڅوک دچا حق بل چاته نشي بخښلى .

(( نړيوال قوانين دجنگي جنايت کونکو له بخښلو څخه ملاتړ نه کوي . داهغه ټکى دى چې بايد روښانه شي . په دې اړه د يونا ما دريځ له وړاندې روښانه او په وار وار اعلام شوى ، خو يوځل بيا بايد ټينگار وکړو چې ددغه ډول کسانو او جرمونو بخښل بايد دجگړو د قربانيانو حق وي .))

له دريو اونيو سختو جنجالونو او بحتونو وروسته تېره ورځ دافغا نستان دمشرانو جرگې پرهغې لانجمنې طرحې دتائېد ټاپه ولگوله چې دکورنيو جگړو ښکيلې غاړې له عدلې او قانوني څارني ژغوري .

سره له دې چې په مشرانو جرگې کې ددغې طرحې په دوهمې مادې کې ترپايه د تعديل کلکې غوښتنې وشوې چې د شخص حق دې چاته نه بخښل کيږي او تېره ورځ يو شمېر رسنيوهم ددغه بدلون رپوټ ورکړ.خو د جرگې غړي وايي چې په ډېرو رايو سره دغه ماده په هغه ډول ومنل شوه چې ولسي جرگې تصويب کړې وه .

دغه منشور ١٢ مادې لري چې دوهمه ماده ېې د جگړو ټولې غاړې له قانوني څارنې په څنگ ساتي .

په تېرو ٢٠ ورځو کې د ولسمشر کرزي ، بشري او مدني ټولنو او د پارلمان يو شمير غړو له دغې مادې سره مخالفت ښولى .

داسې انگېرل کېده چې دغو غبرگونونو ته په پام سره به دملي روغې جوړې په نوم دغه طرحه دمشرانوجرگه رد کړي خو داسې ونه شول .

ويل کيږي چې د ملي شورا لخوا ددغه لانجمن منشورله منلو وروسته به اوس ددې طرحې منل يا ردول د ولسمشر کرزي په وړاندې يوه ستره ننگونه وي . که ولسمشر دا طرحه توشيح کړه نو دقانون بڼه غوره کوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت