|
ولسي جرگه: په جگړو کې ښکېل بايد وبخښل شي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسي جرگې يوه تگلاره تصويب کړه چې له مخې يې په تيرو جگړو کې د ښکيلو غاړو لپاره د داسې يو ضمانت غوښتنه شوې چې په راتلونکي کې د هر ډول عدلي او حقوقي تعقيب څخه په امان کې وي . په دغې تگلارې کې د بشري حقونو د څار هغه راپورونه بې اعتباره گڼل شوي چې له مخې يې د مجاهدينو ځيني مشران د بشري حقونو نه په سرغړاوي تورن شوي وه . د افغانستان په ولسي جرگه کې هم يو شمير داسې کسان شته چې د بشري حقونونه په سر غړونې تورن دي . دغه تگلاره تر ډيرو ناندريو وروسته د جرگې د برخه والو له خوا تصويب شوه . په تگلاره کې راغلي چې د تيرو څه د پاسه دوه لسيزو جگړو کې ښکيلې غاړې دې له عدلي او حقوقي تعقيب څخه ژغورلي پاتې شي . همدارنگه په تگلاره کې د بشري حقونو د څار د ټولنې په هغه رپوټ کلکه نيوکه شوې او هغه يې بې اعتباره گڼلى چې له مخې يې د مجاهدينو ځيني مشران تورن بلل شوي ول چې د بشري حقونو څخه يې سر غړونه کړې وه . خو په جرگه کې ځينو استازو له دغې تگلارې سره خپل مخالفت څرگند کړ او دا يې په ډانگ پييلې توگه وويل چې که دغه ملک وران شوي نو ورانونکي يې هم شته او که جنايتونه شوي نو جنايت کاران يې هم شته ، د هغوى په وينا هيڅوک د دې حق نه لري چې جنايت کوونکي وبخښي . هغوى زياته کړه چې دا د افغانستان د خلکو کار دى چې څوک بخښي او څوک نه بخښي . د افغانستان په ولسي جرگه کې د بشري حقونو نه په سرغړاوي تورن کسان هم شته چې څو ، څو ځلې د بشري حقونو د ټولنو له خوا ورته نيغ په نيغ گوته نيول شوې ده . | ورسره تړلي نور خبرونه رپوټ: د لندن تړون کابل او نړۍ نه دى عملي کړى30 جنوري, 2007 | خبرونه افغانستان د بشري حقونو د څار ټولنې رپوټ رد کړ05 مۍ, 2006 | خبرونه دبشري حقونو د سازمان غوښتنه 04 مۍ, 2006 | خبرونه د بشري حقونو ټولنه : د افغانستان په پټ زندان کې ځورنې شوي19 دسمبر, 2005 | خبرونه کابل د بشري حقونو ٧٥ کالىزه لمانځي10 دسمبر, 2005 | خبرونه په افغانستان کې بشري حقونه 19 جون, 2005 | خبرونه د بشر دحقوقودڅار ډله: دوستم بايدحکومتي دنده ونه لري03 مارچ, 2005 | خبرونه بشري حقونو د مجرمينو محاکمه وغوښته29 جنوري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||