|
په افغانستان کې بشري حقونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په همدې موخه ، دکانادا هېواد دغه وزارت ته ، پېسي ورکړى چى د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسون سره په گډه دغه کار پر مخ بايي . د بهرنېو چارو له وزارت سره ،ددغې مرستې موخه داده چې ،د بشري حقونو د وضعې د ښه والي د هڅو په لړ کې ددولتي ادارو وړتېاوې پېاوړې شي. په همدې موخه ، دبهرنېو چارووزارت مکلف شوي چى د خپلو اداري چارو په ترڅ کې، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعې او په هغې پورې د اړوندو مسالو په اړه نړېوالې ټولنې ته په پرله پسې ډول ر پوټ ورکړي . په افغانستان کى د کاناډا سفېر ،کرېستوفر الکساندر وايي ، د تېرو دوولسېزو جگړو په اوږدو کى دغه هېواد له بشر ي حقونوڅخه دسرغړونو د د ډېرو بدو پېښو شاهدو، خو زېاتوي چې دوي غواړي چى په دغو لس گونو زرو ډالرو ناڅېزو مالي مرستو سره ، د خلکو د بشري حقونو د خوندي کېدو په برخه کې د افغانستان زېانمن شوى باور ، بېرته په ځاى کړى . د هغو سرچېنو په مټ چى موږ ېې په واک کې لرو، موږ غواړو له حکومت سره مرسته وکړو، موږ هڅه کووچى د افغانستان ملې پوځ خپلې چارې په ښه توگه ترسره کړي اوملي پولېس وکړاى شي امنېت ډاډمن او له بشري حقونود سرغړونومخه ونېسي .موږ غواړو په سېمه اېزه کچه د قانون واکمني ځواکمنه شي اولېرې پرتې پرگنې د خپلو حقونوپه هکله وپوهېږي. په افغانستان کې د ملگروملتونو د سازمان د نماېندگش "يونما" د دفتر د بشري حقونو د څانگې مشر رېچارد بنت واېي ، دولت باېد ېوازې د بشري حقونو د وضعۍ په اړه د راپورونو پر جوړلولو بسنه ونکړي ، بلکې باېد ، له تېرې څخه د خلکو د بشري حقونو د خوندى کولو لپاره هم اغېزمن گامونه پورته کړي . دده په وېنا د وروستي ځل لپاره ، افغان دولت ، په ١٩٧٨ کال ، په دې هېواد کى د وگړو د ملکي او سېاسي حقونو په اړه د ملگروملتونو سازمان ته ېو رپوټ سپارلى و ، خو ښاغلى بنت واېي د دولتي وړتېاوو په لوړولوسره ،غوښتنه کوي چې، دولت باېد په هرو څلوروکلونو کې د خلکو د بشري حقونو د وضعې په اړه دغه سازمان ته رپوټ ورکړي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||