BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:46 گرينويچ 2005 ,29 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بشري حقونو د مجرمينو محاکمه وغوښته
News image
د افغانستان د بشري حقونو د کميسيون مشره سيما ثمر وايي عدالت د خلکو غوښتنه ده .

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون له لورې غوښتنه شوې ده چې په تېرو درو لسيزو کې په جنگي جرمنو کې ښکېل کسان بايد محاکمه شي .

ولسمشر حامد کرزي ته د افغانستان د بشري حقونو د يوۀ ريکارډ د وړاندې کولو پر وخت د دغۀ هيواد د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشرې سيما ثمر وويل افغانان عدالت غواړي .

د افغانستان په سفر ورغلې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو مشره لويس اربر هم وايي افغانستان بايد د بشري حقونو پخوانيو او اوسنيو تېريو ته پام وکړي .

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون په يوې سروې کې له نژدې شپږ زرو کسانو سره خبرې شوي دي .

دغه سروې وايي د افغانانو په سلو کې ٦٨ په دې باور دي چې پر بشري حقونو يې تيرى شوى دى .

 په افغانستان کې ديموکراسي او تلپاتې سوله قربانيانو ته له درناوي ، د تاوان له ورکړې او د پخوانيو جنايتونو له ارزونې پرته ناشونى دى . .
نادر نادري

د دغو کسانو په سلو کې ٤٠ برخه غوښتنه لري چې مجرمين بايد محاکمه شي .

د پوښتل شويو کسانو لوى اکثريت د دې غوښتنه لري چې په بشري حقونو باندې تيري کوونکي بايد دولتي څوکۍ ونه لري .

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون ته د لغمان يوې ښځې په خپلو خبرو کې ويلي چې عدالت ډير مهم دى ځکه چې امنيت او عدالت له يو بل سره تړلي دي .

د دغۀ کميسيون وياند نادر نادري وايي خلک له دوى منندوى و چې نظر يې پوښتل کيږي.

نادر نادري وويل په تېرو درو لسيزو کې د افغانستان ډيرې چارې پر خلکو تپل شوې او د هغوى د ارادو پر ضد وې .

د دۀ په وينا په افغانستان کې ديموکراسي او تلپاتې سوله قربانيانو ته له درناوي ، د تاوان له ورکړې او د پخوانيو جنايتونو له ارزونې پرته ناشونى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت