BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:15 گرينويچ 2007 ,30 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
رپوټ: د لندن تړون کابل او نړۍ نه دى عملي کړى

 بشري حقونو د څار ټولنه
د بشري حقونو د څار ټولنې په دې نوي رپوت کې د ځينو هغو کسانو نومونه يو ځل بيا راغلي چې ځانونه له هر ډول تور نه سپين بولي
د بشري حقونو د څار ټولنه وايي افغان حکومت او نړيواله ټولنه د لندن د تړون د پريکړو په پلي کولو کې پاتې راغلي .

د ټولنې له لورې په خپاره شوي يوه رپوټ کې حکومت د بشري حقونو په خونديتوب ، د ادارې په سمولو ، د قانون په پلي کولواو د پخوانيو مليشو په بې واکه کولو کې په پاتې راتلو پړ بلل شوى .

په دغه رپوټ کې په نړيوالې ټولنې دا نيوکه شوې چې په اقتصادي ،سياسي او پوځي ډگرونو کې يې له خپلو ژمنو سره سم له افغانستان سره پوره مرستې نه دي کړي .

د بشري حقونو د څار د تولنې دغه وروستى رپوټ د لندن د تړون د پلي کيدو ارزونې ته بيل شوى. رپوټ په همدې اړه د بشري حقونو، امنيت ، ښې ادارې او اقتصادي پرمختگ په برخه کې د تړون د پريکړو يادونه کوي .

د تولنې ارزونه دا ده چې افغان حکومت او نړيواله ټولنه په دغو ډگرونو کې د تړون د پريکړو په پلي کولو کې پاتې راغلي .

په دې مينځ کې تر بل هر څه وړاندې د امنيت په راوستو کې پاتې راتلو ته گوته نيول شوې .

رپوټ د سازمان د اسيايي څانگې د مدير سام ظريفي له قوله ليکي چې ډير شمير افغانان خوندي نه احساسوي .

ان تر دې چې د رپوت په ليکنه گڼې کورنۍ له ډاره دې ته هم زړه نه ښه کوي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي . دا هغه ستونزه ده چې پخپله ولسمشر کرزي يې هم څو ځله يادونه کړې . ښاغلي کزي ويلي چې شاوخوا ٢٠٠ زره ماشومان له ښوونځيو راگرځول شوي .

رپوت په ځانگړې توگه د مخالفانو د بريدونو په کچه کې په څرگنده د زياتوالي د راتلو يادونه کوي . رپوت ليکي چې د دا ډول بريدونو په ترڅ کې په تير يوه کال کې نږدې څلورنيم زره افغانان وژل شوي .

د بشري حقونو دڅار د تولنې انگيرنه دا ده چې گواکې ٤٠٠٠٠ زره بهرني سرتيري په افغانستان د امنيت د راوستو لپاره بس نه دي .

رپوت ليکي چې دا شميره د بالکان او ختيځ تيمور په څير له کړکيچ نه د راوتلو سيمو په پوتله خورا ناڅيزه ده . دا په داسې حال کې ده چې د ناتو غړي هيوادونه په خورا سختۍ سره افغانستان ته د زياتو سرتيرو را استولو ته غاړه ږدي.

د بشري حقونو د څار تولنې په ناتو هغو ملکي افغانانو ته د تاوان د ورکړې غږ هم کړې چې د پوځي عملياتو په مهال ځاني او مالي تاوان وراوښتى .

 سازمان يو ځل بيا پر افغان حکومت غږ کوي چې انتقالي عدالت پلى کړي او ټول هغه کسان چې له بشري حقونو نه د سرغړونو او جنگي جنايتونو له تور سره خامخ دي ، د انصاف پلي کيدو ته راکاږي .

پخپله افغان حکومت هم څو ځله له دا ډول کسانو سره په محدوده کچه مالي مرستې کړي ، خو د ناتو غړو هيوادونو لا تر اوسه په دې اړه کومه گډه تگلاره نه ده خپله کړې .

پخپله پر افغان حکومت د تولنې لويه نيوکه بشري حقونو ته د کمزورې پاملرنې له اړخه ده . په په دې کې د لندن د تړون د پريکړو خلاف د قانو کمزوري پلي کيدو او له واک او ځواک نه د پخوانيو مليشو ورو گوښه کيدنې ته اشاره شوې .

رپوټ ليکي چې د مليشو په سوونو ډلې لا اوس هم د هيواد په بيلابيلو سيمو کې زور چلوي . دبشري حقونو د څار ټولنه ډيرې دغه ډلې په هغو کسانو پورې تړلې بولي چې په حکومت کې د اقتدار خاوندان دي .

سازمان يو ځل بيا پر افغان حکومت غږ کوي چې انتقالي عدالت پلى کړي او ټول هغه کسان چې له بشري حقونو نه د سرغړونو او جنگي جنايتونو له تور سره خامخ دي ، د انصاف پلي کيدو ته راکاږي .

سازمان په همدې اړه د خپل پخواني رپوټ په وړاندې د ځينو جهادي مشرانو او قوماندانانو د غبرگون يادونه هم کوي .

په دې هکله د سازمان په دې نوي رپوت کې د ځينو هغو کسانو نومونه يو ځل بيا راغلي چې ځانونه له هر ډول تور نه سپين بولي . خو د ټولنې په انگيرنه د عدالت له پلي کيدو او انصاف ته د تورنو کسانو له درولو پرته په افغانستان کې پايدونکى ثبات او سوله نشي راتلاې .

افغان حکومت لا د دې وروستي رپوټ په اړه غبرگون نه دى ښودلى . خو د بشري حقونو په برخه کې د دغې ټولنې د مخکيني رپوټ په اړه د حکومت او جهادي مشرانو غبرگون خورا توند او تريخ وو .

له لويه سره د بشري حقونو د څار د ټولنې دا وروستى رپوټ ه د افغان حکومت او نړيوالې تولنې پر مخ د څپيړې بڼه لري . هغه هم په داسې مهال چې د افغان حکومت او نړيوالې تولنې استازي په برلين کې ددې لپاره راټول شوي چې په تير يوه کال کې د تړون پرمختگ وارزوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت