|
نادري : د افغانستان ډير خلک له خپلو حقونو ناخبره دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان د بشري حقونود خپلواک کميسيون يو رپوټ وايي چې په سلو کې ٦٧ افغانان د خپلو ستونزو د حل لپاره دولتي ادرو ته نه ځي په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنيز و حقونو په نوم په دغه رپوټ د ٨ زره کسانو سره خبرې شوي . او پکې راغلي چې ترنيمايي زيات خلک پاکې اوبه او ډېر نور يې د استوگنې کورونه نلري . دافغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون دخلکو د اقتصاد او ټولنيزو حقونو په اړه يو کلن رپوټ خپور کړى . او د زرگونو کسانو سره پکې خبرې شوي. په دغه رپوټ کې راغلي چې په دغه هېواد کې دېر خلک له خپلو اساسي حقونو نه بې برخې دي . د خلکو دژوند او د کارگرو ماشومانو د کچې معلومول، د پاکو اوبو ، ښونې اوروزنې او روغتېايي اسانتياوو معلومول هغه مهمې موضوعگانې دې چې ددې ارزونې په ترڅ کې ورته پام شوې د بشري حقونو د کميسون وياند احمد نادر نادري وايي رپوټ ښولې چې دافغانستان نژدې نېمائې خلک د استوگنې لپاره ځاي او پاکې اوبه نلري .او په سلو کې د ٢٠ کورنيو ټول ماشومان سخت کارونه کوي . ښاغلى نادري زياتوي په داسې حال کې چې افغانستان نړيوال اقتصادي ، ټولنيز او فرهنگي تړونونه کلونه مخکې لاسليک کړي خو لاهم ددغه هېواد خلک د نورې نړي په پرتله د بشري اساسي حقونو څخه بې برخې دې د رپوټ مهم هدف افغان دولت ته د خلکو د رېښتېني ژوند دانځور ورکول او دهغوي د لمړنيو اړتياوو په گوته کول دي . دافغانستان د بشري حقونود کميسون وياند وايي په افغانستان کې ډېر خلک له خپلو اساسي حقونو بې خبره دي او دولت هم په ځينو برخو کې شته امکانات ندي کارولي . دارپوټ له دولت څخه غواړي چې خپلې ادارې اصلاح کړي چې پر دولت د خلکو باور زيات شي دا په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي او ټولنيزو حقونو په اړه لومړۍ ارزونه ده چې نيغ په نيغه له خلکو سره پکې خبرې شوي دي . او وايې په راتلونکو کلونو کې به هم ورته نور رپوټونه خپاره شي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||