BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:03 گرينويچ 2005 ,19 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بشري حقونو ټولنه : د افغانستان په پټ زندان کې ځورنې شوي
زندانيان
د بشري حقونو د څار ټولنه وايي پاخۀ شواهد لري چې تر گوانتانامو وړاندې يو شمير زندانيان شکنجه شوي دي
د بشري حقونو د څار امريکايي ډله – هيومن رايټز واچ – وايي اوس داسې باوري رپوټونه لري چې هغه اته تنه چې سملاسي د گوانتانامو په خليج کې بنديان دي، د افغانستان په يوه پټ زندان کې ځورول شوي دي.

دا ټولنه وايي دا تور د هغو خبرو پر بنسټ لگېدلى چې هغوى له خپلو مدافع وکيلانو سره کړي دي.

ددغو بنديانو له خولې ويل شوي چې په ځنځيرونو په ديوالونو پورې تړل شوي، له خوړو او اوبو نه بې برخې کړى شوي ، د اوونيو- اوونيو لپاره په تياره کې ساتل شوي او لوړې سندرې او نور غږونه ورته غږول شوي دي.

د بشري حقونو څار ډله وايي چې دا تورونه ددې وړ دي چې په اړه يې رسمي پلټنه ترسره شي.

امريکا په نورو هيوادو کې د پټو زندانونو د شتوالي خبره نه منلې او نه رد کړې ده، خو زياتوي چې د پلټنې په دغو طريقو کې يوه هم د ځورونې تر پوړۍ نه رسېږي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت