BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 20:30 گرينويچ 2005 ,05 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بحرين ٣ اوسيدونکي له گوانتانامو خوشي شول
گوانتانامو
لا هم د گڼ شمير هيوادونو په سلگونو اوسيدونکي په گوانتانامو کې زندانيان دي .
د بحرين هغه درې تنه اوسيدونکي کور ته ستانۀ شوي دي چې متحدو ايالاتو د گوانتانامو له زندانه خوشي کړل .

د بحرين د پارلماني مرستيال ريس وويل له دغو کسانو څخه څارنوالۍ پوښتنې گروېږنې وکړې او بيا يې خپلو کورونو ته وليږل .

دۀ وويل داسې نه ښکاري چې دغه کسان به بيا پر څه تورن شي .

دغه درې کسان چې سلمان ابراهيم الخليفه ، عبدالله النومي او عادل کامل عبدالله الحاجي نوميږي څلور کاله وړاندې نيول شوي وو .

د دغو کسانو له ډلې د يوۀ ورور وويل روغتيا يې ښه ده او په دې خوښ دي چې خپل کور ته ځي .

په سعودي عربستان کې مامورينو ويلي د سعودي يو استوگن هم له گوانتانامو خوشي شوى دى .

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزير وويل دوى د متحدو ايالاتو د چارواکو له خوا د همکارۍ منندوى دي چې دغه کس يې بيرته خپل هيواد ته واستاوۀ .

د سعودي او بحرين يو شمير نور کسان لا هم په کيوبا کې د متحدو ايالاتو په گوانتانامو اډې کې پاتې دي .

دغلته په سلگونو کسان لا هم زندانيان دي . دغلته توقيف شوي پنځه تنه کويتيان د جمعې په ورځ خپل هيواد ته ستانۀ شول هغوى په گوانتانامو کې درې کاله تير کړل .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت