BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:38 گرينويچ 2005 ,18 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ملگرو ملتونو د گوانتانامو د زندان له کتلو نه ډډه وکړه
 د گوانتانامو زندان
په گوانتانامو کې په سلگونو تر شک لاندې تره گر ساتل کيږي
د ملگرو ملتونو کارپوهانو په گوانتانامو کې د امريکا د زندان له کتلو نه رسما ډ ډه کړې ، ځکه واشنگتن دوى ته اجازه نه ورکوي چي په خصوصي توگه له بنديانو سره خبرې وکړي .

په يوه اعلاميه کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کميسيون ويلي دي ، دوى د امريکا دغه دريځ چې پخوا يې په نړۍ کې د حقايقو د موندنو له ماموريتونو نه ملاتړ کوى او اوس دا راز چلند کوى سخت نهيلي کړي دي .

خو په عينې حال کې دغه کميسيون ويلي دي چې دوى به د بنديخانې د وضع په اړه د عيني شاهدانو د معلوماتو پر بنسټ رپورت چمتو کوي .

د گونتانامو په زندان کې د بنديانو د ځورونې او ورباندې د تيرويو په اړه په وار وار ادعاوې شوي .

په گوانتانامو کې په سلگونو تر شک لاندې ترهگر ساتل کيږي .

د امريکا د دفاع وزير دونالد رامزفيلد د گوانتانامو له شرايطو نه په کلکه دفاع کړې ، دى وايې: د زندان شرايط د نړيوال سره صليب اوله زندان څخه د نورو کتونکو له لوري تائيد شوي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت