|
دبشري حقونو د سازمان غوښتنه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په نيو يارک کې ميشته د بشري حقونو د څار سازمان په خپله يوه وروستى اعلاميه کې وايي چې په راتلونکو ورځو کې ولسمشر کرزى د افغانستان څلور ديرشو ولايتونو لپاره د امنيي نوي قوماندانان ټاکي . د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان انديښنه څرگندوي چې که ښاغلى کرزى د بشري حقونو پيژندل شوي سرغړونکي په مهمو امنيتي څوکيو کې وگماري د خلکو بشري حقونه به د گواښ سره مخامخ شي . اعلاميه وايي چې تيرکال د انتخاباتو څلور تنه کانديدان دوسله والو غير قانوني ډلو سره د اړيکو له کبله ، په انتخا باتو کې له گډون څخه بې برخې شول او يو شمير نورچې کيداى شي د امنيي د قوماندانانو په توگه ونومول شي ، د بشري حقونو په سرغړاوي او د مخدره موادو د قاچاق او يا وسله والو ډلو سره په اړيکو تورن دي . اعلاميه وايي چې يو شمير نورکسان هم په وژنو او ز ورونو او مالي فساد کې په لاس لرلو تورن دي . همدا راز ويل شويدي چې په وروستيو کې ښاغلي کرزي دوه تنه دغه ډول کسان د دوو ولا يتونو د امنيه قوماندانانو په توگه نومولي دي . دغه سازمان د ښاغلي کرزي نه غو ښتنه کړيده چې مهمو مقاماتو ته نومول شوو کسانوله ټاکنې مخکې بايد د هغوي د بشري حقونو د سوابقو او کړو وړو په هکله پلټنې وکړي اعلاميه داهم وايي چې په مهمو امنيتي څو کيو کې د بشري حقوقو د سرغړونکو ټاکنه ، د هغو معيارونوسره سمون نلري چې د جنوري په مياشت کې په لندن کې د افغانستان په تړون کې يي يادونه شويده او ويل شويدي چي د فساد دله مينځه وړلو او سالمې ادارې د رامېنځته کولو لپاره باېد گامونه پورته شي . د بشري حقوقو د څار د نړيوال سازمان په اعلاميه کې ټينگار شوى چې د امرېکې متحده ايالات او جرمني چې د افغانستان د پوليسو روزنه ېې په غاړه اخېستې ده او همدا راز ملگري ملتونه په مهمو څوکېو کې د بشري حقوقو د سرغړونکو له ټاکنې سره مخالف دي . اعلاميه په پاى کې وايي اوس هغه وخت رسيدلى دى چې ښاغلى کرزى وښيي چې دى يو رښتيانى سمونپال دى ، که څنگه ؟ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||