BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:51 گرينويچ 2005 ,10 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل د بشري حقونو ٧٥ کالىزه لمانځي

بشرى حقونه
د کابل په غونډه کې دا هم وويل شول چې په دې هيواد کې اوس هم ځيني کسان ځانونه له قانون نه لوړ بولي
د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې ٥٧ کليزه د افغانستان په پلازمينه کابل او يو شمير نورو لويو ښارونو کې د شنبې په ورځ د غونډو په ترڅ کې ونمانځل شوه .

په دې لړ کې يوه غونډه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کميسيون له لورې جوړه شوې وه .

د کميسيون چارواکو د غونډې برخه والو ته وويل ، د کميسيون له جوړيدو راوروسته په افغانستان کې د بشري حقونو په خونديتوب کې د پام وړ پرمختگ راغلى دى .

يوه بيلگه يې دا وه چې گواکې اوس د پخوا په څير بنديان د زندانونو دننه په برالا توگه نه کړول کيږي . دغه کميسيون له اوس نه څلور کاله مخکې جوړ شوى دى .

د پرمختگونو تر څنگه د کميسيون چارواکو تر لاسه شوې برياوې ناکافي وبللې او ټينگار يې دا وو چې تر بل هر څه لومړى بايد خلک له خپلو حقونو او ذمه واريو دواړو خبر کړل شي .

دا هم وويل شول چې په دې هيواد کې اوس هم ځيني کسان ځانونه له قانون نه لوړ بولي .

د وينا والو په څرگندونو کې بده دا وگڼل شوه چې ځيني دغه کسان گواکې په لوړو حکومتي څوکيو کار کوي او لا يې هم لاسونه له بشري حقونو نه د تيريو په برخه کې اوږده دي .

د کميسيون مشرې سيما ثمر له افغانستان سره د مرستو په تړاوو په راروان جون کې په لندن کې د جوړيدونکي کنفرانس په مهال د دې هيواد لپاره د بشري حقونو د يوې ١٠ کلنې تگلارې د رامخې ته کيدو خبر هم ورکړ .

دا يې هم وويل چې د مرستو تر څنگ به په افغانستان کې د بشري حقونو خونديتوب ته پاملرنه د لندن د کنفرانس له اساسي مسايلو څخه وي .

د بشري حقونو د نړيوالې اعلامي د کليزې د لمانځلو تر څنگه غونډې ته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کميسون د يو کلن کار او فعاليت د رپوټ لنډيز هم ولوستل شو .

په دې کې د بشري حقونو په تړاوود ٢٥٠٠ په شاوخوا کې د زندانونو د ساتونکو، د ښونځيو د ښوونکو سرښوونکو او مديرانو د روزلو ، د زندانونو په تيره د ښځينه زندانونو د څارنې ، د انتخاباتو د بهير د څارنې ، د خلکو د شکايتونو په تړاوو د اتلافي ځواکونو له چارواکو سره ليدنو کتنو او داسې نورو ته اشاره وشوه .

د کميسيون د چارواکو په څرگندونو کې يوه بله د پام وړ خبره د يوې داسې پروژې د پيل خبر وو چې موخه يې د اسنادو ، عيني شاهدانو، او بيلگو په مرسته د پخوانيو هغو شخړو د انځور جوړول دي چې له بشري حقونو نه پکې پريمانه سرغړونې شوي دي .

ددې پروژې هدف ، د بوسنيا او کوسووو د تجروبو په بنسټ عدالت ته د هغو کسانو د راښکلو په تړاوو د اسنادو جوړول دي چې له بشري حقونو نه د سرغړونو له تورونو سره مخامخ دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت