BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بشري حقونو په سرغړاوي تورن افغانان په قيد محکوم شول
په هالند کې محکومو کسانو د افغانستان د کمونست حکومت په واکمنۍ کې دندې ترسره کولې ، ببرک کارمل ( کيڼ لاسته ) د دغۀ پير له ولسمشرانو څخه و .
په متحدو ايالاتو کې د بشري حقونو د څار مېشتي ټولنې په هالنډ کې د افغانستان د کمونستي رژيم د پوځي استخباراتو مشر او د هغۀ لوړ پوړي مستنطق ته د زندان د سزا د ورکړي هرکلى کړى دى خو وايي چې دا د تيرو څو لسيزو په ترڅ کې پر بشري حقونو باندې افغانستان کې د تيريو د ځواب ويلو په برخه کې ايله يو ووړ گام دى .

دغه دوه کسان حسام الدين حسام او حبيب الله جلالزوى د ١٩٨٠ مو کلونو په ترڅ کې پر جنگي جرمونو او شکنجې تورن او په پرله پسې توگه په ١٢ کلن او ٩ کلن قيد محکوم شول . دوى دغه تورونه نه مني .

د دې پريکړې به بې له شکه چې په افغانستان کې هرکلى وشي . داسې باور دى چې د ١٩٧٠ مو کلونو له پاى څخه د ١٩٩٠ مو کلونو تر پيله پورې د کمونست حکومت پر وخت نژدې ٢٠٠٠٠٠ کسان زنداني او شکنجه شول .

په لسگونو زره کسان پکې ووژل شو . د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د يوې وروستۍ سروې ترمخه د افغانانو په سلو کې تر اتيا ډيرو غوښتل چې د پخوانيو جنگي جرمونو مجرمين او پر بشري حقونو باندې تيري کوونکي دې محاکمه شي .

که څه هم د بشري حقونو ډلې دا وروستۍ پريکړه په سم لوري يو گام گڼي خو په دې باور دي چې ډير څه نور هم بايد وشي .

د بشري حقونو د څار ټولنې سام ظريفي د دې خبرې سپيناوى وکړ ، دى وايي :

(( دا قضيه چې پخواني کمونست مامورين پکې ښکېل دي ډيره جدي ده او د افغانستان په تاريخ کې يوۀ ډير بدمرغه پېر ته کتنه کوي . خو دا په ١٩٩٢ کال کې د کمونست حکومت تر نړيدو وروسته و چې موږ پکې په افغانستان کې بد تيري وليدل ، هغه وخت مجاهدينو واک ترلاسه کړ چې اوس بيرته واکمن دي او طبعآ ورپسې طالبان وو .))

د بشري حقونو د څار ټولنه وايي ځينې هغه جنگيالي چې په تيرو وختونو کې د بشري حقونو پر لويو سرغړونو تورن وو اوس يا په افغان حکومت کې دي او يا هم په هيله دي چې نوي پارلمان ته به لاره مومي .

دوى پر کابل غږ کوي چې په خپله خاوره کې د بشري حقونو دتيري کوونکو پر ضد سملاسي گام واخلي .

د بشري حقونو دغه ډلې وايي په هيله دي چې په اروپا کې به چارواکي د دغو دوو کسانو له خوا هغه شواهد پسې تعقيب کړي چې د جمعې په ورځ يې په هالنډ کې وروسپارل ، دا به د نورو هغو افغانانو په موندلو کې مرسته وکړي چې د کمونست پېر په واکمنۍ کې د بشري حقونو په تور تورن دي او اوس له هيواده تښتيدلي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت