 |  گوانتامو زندان | د بشري حقونو ډلو د هغو دوو ريپوټونو په وړاندې په بدگمانۍ غبرگون څرگند کړى چې په عراق، افغانستان او د گوانتامو په خليج له زندانيانو سره د امريکايي او بريتانوي ځواکونو د چلند په اړه د پنجشنبه په ورځ خپور شو. له بنديانو څخه د پلټنو د لارو چااو په اړه د پنتاگون له خوا غوښتل شوي يوۀ ريپوت موندلي چې د امريکا د دفاع وزارت جگپوړي چارواکي له زندانيانو سره د ناوړه چلند پړه پر غاړه نه لري او داچې دغه ډول چلند د متحده ايالتونو د پوځي تگلارو نتيجه نه وه. ريپوټ وايي چې د ناوړه چلند اويا پېښې شوي، خو لامل يې په ښکېل پوځي قطعو کې د دسپيلن ماتېدل ښولي. په همدې ترڅ کې د بريتانيا د يوې پارلماني جرگه گۍ ريپوټ موندلي چې بريتانوي استختباراتي کارکونکيو په ځېنو مواردو کې له بنديانو سره د چلند په اړه د ژنو له کانوانسيون نه سرغړونه کړې، خو تر ډېره يې بريتانوى پوځ سپين گڼلى دى. |