BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:26 گرينويچ 2005 ,27 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د م م د بشرى حقونو کمشنيره کابل ته ځي
دافغانستان د بشري حقونو څيړنيز راپور ترانزشنل جسټس يا انتقالې عدل نومول شوى چې له يو شمېر افغانانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوى دى. که څه هم دغه راپور تر اوسه نه دى خپور شوى خوويل کيږي په اتيا مخونو کې چمتو شوى .راپور له تيري کورنۍ جگړې سره د نښتو بشري ناخوالو ارزونه کړې ده.

بلى غاړيې ته د ملگرو ملتونو سازمان هم د افغانستان د تيرو ناورينونو په اړه يو اوږاو پر څو برخو ويشل شوى راپور چمتو کړى دى. په کابل کې د ملگرو ملتونو ويانده ارين کونتر وايي چې د ملگرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو مشره کمشنره لويز آربر د پنجشنبې په ورځ کابل ته را روانه شوي ده او په پام کې لرې چې دواړه راپورنه ولسمشر حامد کرزي ته وړاندي کړي.

ويانده وايي که هوا سمه وي نونن به د ملگرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو مشره کمشنره لويز آربرکابل ته راورسيږي او راروانه شنبه به همدلته تيره کري. د هغي د سفر موخه داده چې د تيرو بشري جنايتونو د هوارې له هڅو ملاتړ څرگند کړي. او همدارنگه دا به د جنورۍ په ٢٩ نيټه په يوه ځانگړى غونډه کې ولسمشر حامد کرزي ته د بشري حقونو او تيرو جنايتونو په تړاو دوه راپورونه وسپاري.

د وياندي په وينا دواړه راپورنه به افغان حکومتي چاواکو ته دهغو لارو چارو وړانديزونه کوي چې موخه يې د خلکو له انډه د پخوانيو بشري ناخوالو ارزونه او د هغو حقوقي هوارۍ گڼل کيږي.

که څه هم د بشرى حقونو په هکله د دواړو راپورنو جزييات لا ندي څرگند ، خو ويل کيږى په راپورونو کې د هغو ډلو څه نا څه پيژندگلوي شو ى ده ، چې د افغانستان په تيرو بشري ناخوالو کې ښکيلي بلل کيږي.

راپورنه هغه تگلارې هم په گوته کوي چې له مخي يي بايد د مافيه دود ته دپائ ټکى کېښول شي. پدى معنى چې له دى ورسته بايد د بشري حقونو ټول سرغړونکي محاکمه شي او عدل په هر اړخيز ډول پلى شي.

د افغانستان د بشري حقونودکميسون راپورد څه باندې څلور زره افغانانو سره د مرکو پر بنسټ دې پوښتنو ته دځواب موندلو هڅه کړى چې د تيرو ٢٣ کلنو بشري ناخوالو د ارزولو او د حقوقي هوارولو لپاره څه بايد وشي؟ ايا ټولو ته بښنه وشي که د جنايتکارانو پيژنده او ورپسي محاکمه شي؟

د ملگرو ملتونو د سازمان راپور بيا په لسگونو پاڼو کې تيرې ٢٣ کلنې بشري نادودي يو د بل پسي په هر اړخيزه توگه څيړلى اوارزولي دي. ويل کيږي په دغه راپورکې په خپلواکه توگه د افغانستان په گوډ گوډ کې دعامو خلکو د وژنو، جنگي جنايتونو، د خلکو د شتمنيو د تالانولو، جنسې تيريو او سپکاويو اود نورجنايتونو پيژندنه شوي ده.

په داسي حال کې چې دننه په افغانستان کې ډير سياسې بعثونه راروانو پالمانې ټاکنو ته ځانگړى شوي دى يو شمير افغانان انديښنه څرگندوي چې که سم د لاسه چټک گامونه وانخستل شي نو ښايي پالمان ته هغه کسان ورننوزي چې په تيرو بشري جينايتونو کې يې لاس درلود.

د افغانستان داساسي قانون او نورو قوانيونو له مخي په جنگي او بشري جينايتونو محکومه شوي کسان د ملي شورا د غړيتوب لپاره کانديدکيدلائ نشي. خو دا په داسي حال کې ده چې تر دې دمه ستري محکمې او نورو قضايي او عدلي څانگو څوک د بشري جينايتون په جرم محکومه کړي نه دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت