|
د بشر دحقوقودڅار ډله: دوستم بايدحکومتي دنده ونه لري | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
جنرال دوستم د سه شنبې په ورځ د وسله والو ځواکونو په سرقوماندانۍ کې د درستيزوال په څوکۍ وگمارل شو چې تر ډېره دا څوکۍ يوه سېمبوليکه څوکۍ ده. د بشر د حقوقو د څار ډله وايي چې ددې ټاکنې مانا داده چې جنرال دوستم او د نورو ډلو قوماندانان چې په رسمي څوکيو کې وي، د افغانتسان د کورنۍ جگړې په مهال کې دډيرو مړينو د تور محاکمې ته نه شي راښکل کېداى. د امرېکې مېشتې بشري حقوقو د څارنې ډلې د افغانستان دبرخې استازي، جان سېفټن وويل، تر دې دمه موږ فکر کاوه چې کرزى د ډېرو هغو کسانو په گوښه کولو کې بريالى کېږي چې مخکې يې له خپل واک نه ناوړه گټه اخيستې ده. د هغه د مخکيني حکومت د دفاع وزير گوښه کړل شو، د هرات پخوانى والي اسماعيل خان هم. خو دا يو شاته تگ دى. دا په هغه بهير کې شاته يو لوى گام دى. ده زياته کړه چې کرزى خپل ولس ته يو ناسم پيغام ور استوي. هغه وويل خلک د عدل غوښتونکي دي او نوموړى بايد د حساب اخيستلو د يو ډول ميکانيزم د رامنځته کولو پر لارو چارو د غور کولو له لارې له خلکو سره مرسته وکړي چې دا عدل تر لاسه کړي. دا دافغانانو پورې اړه لري چې دا څه ډول يو ميکانيزم وي او هغوى څه ډول محکمې غواړي. خو دا بهير پکار دى چې پر مخ ولاړ شي. اخوا د ښاغلي دوستم يو وياند، همايون خيري د بشر حقونو د څار د ډلى دغه تورونه رد کړي دي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||