BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:00 گرينويچ 2007 ,05 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سپنتا: د جنگي مجرمينو بخښنه له ژبې اوښتل دي

سپنتا
د ډاکټر رنگين دادفر سپنتا دغه څرگندونې د ولسي جرگې د تيرې اونۍ د پريکړې په اړه پخپله دلوړ پوړو حکومتي چارواکو له مينځه د مخالفت لومړنۍ بيلگه ده .
د افغانستان د باندينيو چارو وزير د بشري جنايتونو له تور سره د مخامخ کسانو بخښنه د نړيوالو تړونونو په تړاو د افغان حکومت له ژمنو سره مخالف وړانديز بللي .

ډاکټر رنگين دادفر سپنتا په پلازمينه کابل کې خبريالانو ته ويلي چې دا ډول بخښنه گواکې دحکومت له واکه وتلې خبره ده .

ښاغلي سپنتا د ولسي جرگې د تيرې اونۍ د پريکړې په تړاو پوښتنو ته په ځواب کې دغه څرگندونې وکړې .

ولسي جرگې په دغه پريکړه کې له عدلي تعقيب نه د ټولو هغو کسانو د خونديتوب غوښتنه شوى چې د کړکيچ د دريو لسيزو په اوږدو کې د بشري جنايتونو له تور سره مخامخ دي .

د ډاکټر رنگين دادفر سپنتا دغه څرگندونې د ولسي جرگې د تيرې اونۍ د پريکړې په اړه پخپله دلوړ پوړو حکومتي چارواکو له مينځه د مخالفت لومړنۍ بيلگه ده .

دا په داسې حال کې ده چې د عمومي بخښنې په تړاو په يوولسو مادو کې شوې دغه پريکړه لا له وړاندې د ټول هيواد په کچه د سياسي بحثونو په خورا سره او توده موضوع اووښتې .

د ولسي جرگې دغه پريکړه نه يوازې له هر ډول عدلي تعقيب نه د بشري جنايتونو له تور سره د مخامخ کسانو د خونديتوب وړانديز کوي بلکه تر څنگه يې دا هم وايي چې نړيوال کنوانسينونه يوازې د ولسي جرگې له هوکړې وروسته د منلو دي .

که څه هم چې ښاغلي سپنتا مخامخ د ولسي جرگې نوم وانه خيست خو شوې پريکړه يې له حقوقي ځواکه بې برخې او محض د زور د ښودو يوه ننداره وبله .

(( افغانستان د داسې ځانگړو نړيوالو تړونونو د امضا کوونکو هيوادونو له ډلې دى چې ارزښت يې له داخلي حقوقو لوړ بلل کيږي . له دغو تړونونو سره مخالفت له بغاوت پرته بله معنى نه لري . په اصل کې موږ له حقوقي اړخه له دغو تړونونو سره د مخالفت حق نه لرو . د نړيوالو حقوقو په ډگر کې د رو واندا ، بالکان ، ختيځ تيمور او سوويلي افريقا تجروبو ته په کتو سره د بشري او جنگي جنايتونو په گډون ځينې جنايتونه داسې دي چه له لويه سره د بخښنې په مقوله کې شامليدى نه شي . يوازې هغه څوک د بخښنې دا ډول وړانديز مخې ته کولى شي چې په حقوقو نه پوهيږي . ))

د پارلمان له مينځه دبخښنې ددغې پريکړې ځينو ملاتړو وکيلانو لا له وړاندې داسې اشارې ورکړې چې د پريکړې په سر گواکې وار له مخه له ولسمشر کرزي سره سلا مشوره شوې .

خو اوس د ښاغلي سپنتا له دغه څرگندونو لږ تر لږه داسې معلوميږي چې که سلا مشوره شوې هم وي ، بيا هم حکوکت په دې اړه په يوه خوله نه دى .

د نويو را توکيدلو سياسي گوندونو له مينځه د کار او پرمختگ په نامه گوندد ولسي جرگې د دغې پريکړې اعتبار د طالبانو په غبرگون پورې تړلى بولي .

د گوند وياند ذولفقار په دې باور دى چې طالبان به دغې پريکړې ته هيڅ اعتبار ورنه کړي .

 پخوانى جهادي شخصيت او د اوسنۍ ولسي جرگې وکيل محمد محقق له دغې پريکړې سره مخالفت د هغو کسانو کار بولي چې په وينا يې افغانستان د يوه بل ځل لپاره له گډوډۍ سر مخامخ کول غواړي

(( موږ وليدل چې حکومت د ملي روغې جوړې په نامه يو کميسون وټاکه او طالبانوته يې له حکومت سره د يو ځاې کيدو وړانديز وکړ. دې کار طالبان لاپسې زړور کړل . د ولسي جرگې دا وروستۍ پريکړه به هم طالبان سولې ته رامات نه کړي . خو يوازې هغه کسان به زړور کړي چې له بشري حقونو نه يې سرغړونې کړي دي . ))

د ولسي جرگې له دغې پريکړې سره د مدني ټولنې د بيلا بيلو سازمانونو مخالفتونه هم مخ په ډيريدو دي .

په دې لړ کې د بشري حقونو او چاپيريال ساتنې د ټولنې مشر عبدالرحمن هوتکي پريکړه د ولسي جرگې دننه د هغو کسانو له لورې د ځان ژغورنې هڅه بولي چې د بشري او جنگي جنايتونو له تور سره مخامخ دي .

د بشري حقونو په برخه کې د ملگرو ملتونو لوى کميشنر لويز اربر هم د افغان ولسي جرگې پر دغه پريکړه لويه انديښنه ښودلې .

د ښاغلي اربر انديښنه دا ده چې پريکړه به له بشري حقونو نه لا زياتو سرغړونو ته لاره پرانيزي اود ثبات د راوستو روان بهير به له گواښ سره مخامخ کړي .

خو پخوانى جهادي شخصيت او د اوسنۍ ولسي جرگې وکيل محمد محقق له دغې پريکړې سره مخالفت د هغو کسانو کار بولي چې په وينا يې افغانستان د يوه بل ځل لپاره له گډوډۍ سر مخامخ کول غواړي .

(( د نېوکه کونکو په مينځ کې ډير داسې کسان دي چې په هيواد کې له سره د سيالو صفونوجوړيدو او د کړکيچ توديدو ته لمن وهي . دوى يوازې له عدلي تعقيب نه د تورنو کسانو د خونديتوب ماده را اخلي خو د پريکړې نورو مهمو او ارزښتناکه مادو ته پام نه کوي . ))

له يوه لورې د کور دننه او بهر د پريکړې په اړه د مخالفتونو د لړۍ پراختيا او له بل لورې د پريکړې تر شا د ولسي جرگې د اکثريت دريده بې له شکه هغه څه دي چې ولسمشر کرزى د هو يا نه دواړو په اړه له سختو ننگونو سره مخامخ کولى شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
ستاسو غږ
24 نومبر, 2004 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت