 | | | ستاسو غږ د پنجشنبى په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي |
پر افغان حکومت غږ شوى چې د نشه يي توکو د لويو قاچاق کونکو پر ضد دې گام واخلي، چې گومان کيږي ځېنې يې له جگپوړو حکومتي چارواکو سره تړلي دي. د ملگرو ملتو د يوۀ وروستي ريپوټ له مخې تېر کال د افغانستان د اپيمو حاصل خپلې تر ټولو لوړې کچې ، يعنې اته زره او دوه سوه ټنو ته ورسېد. خو د دغه څو مليارد ډالري کارو بار اصلي گټه د ځواکمنو قاچاق کونکو لاسته ورځي چې په کابل کې د ملگرو ملتو د نشه يي توکو ضد ادارې د مشرې په وينا د بډو په ورکولو د قانون له وېرې پرته خپل کار کوي. افغان حکومت وايي د نشه يي توکو د کر او قاچاق، دواړو، پر ضد کلکې مبارزې ته ژمن دى، او داسې کره شواهد ورسره نشته چې کوم جگپوړى دولتي چارواکى دې په دغه کارو بار کې ښکيل وښيي. تاسې څه فکر کوئ چې دغه قاچاق کونکونکي څوک دي؟ هغه کيماوي مواد چې ترياک په هېرويينو بدلوي له کومه او څنگه افغانستان يا شاو خوا سميو ته ورسېږي؟ ستاسې په نظر د لويو قاچاق کونکو مخه څنگه نيول کيدى شي؟ پوښتنې او نظرونه مو د پاڼې کيڼ اړخ ته په ټاکل شوي ځاى کې وليکئ، يا يې د برېښناليک پر دې پتې راولېږئ: [email protected] او يا هم زموږ د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې مخامخ د ستاسې غږ پروگرام ته پر دې شمېرې ټېلفون وکړئ: 0044 207 836 0331 يا خپل پيغام د پاڼې کيڼ اړخ ته په ټاکل شوې ځاى کې وليکئ. برېښناليکونه: د مخدره توکو د لويو قاچاق کونکو مخه څنگه بايد ونيول شي؟
اغا محمد حيدری- لوگر،افغانستان ترهغه دلویو قاچاق کونکومخه نشي نیول کیدای چې لوی څارنوال په خپلو کارونوکې جدی نشی. دلوی څارنوال کمزوري ده چې قاچاق وړونکې قانون ته نه وړاندی کوی. له کرزی نه غوښتنه کوو چې په لوی څارنوال فشار واچوي چې مجرمین دقانون منگولوته وسپاری . نواب – جلال اباد، افغانستان د لويو قاچاق کوونکو د مخنيوي لار دا ده چې له حکومتي څوکيو لرې کړل شي او قانون پرې پلى شي. احمدالله خيرخواه، ، کوټه، پاکستان دا قاچاق کونکي يوازې افغانان نه دي، ډېر بهرنيان او د هغو هېوادونه هم پکې ښکېل دي. افغانان خو يوازې اپيم توليدوي، بهرته لېږدول او ورته د بازار موندل خو د نورو کار دى. هغه کيماوي مواد چې ترياک په هيرويينو اړولي له بهره او د بهرنيانو په مرسته برابريږي. ميرعربشاه چمتو - ډنمارک زما په نظر د قاچاق کونکو کشف، نيونه او محاکمه او د قانون برابر پلي کول د ستونزې حل دى. عبدالطيف پتمل – کندهار جگپوړي دولتي چارواکي د مخدره توکو په قاچاق کې ښکېل دي، لوى ثبوت يې همدا د بډو اخيستل او ورکول دي چې هېڅ کنټرول پرې نشته. محمد قسيم – اسلام اباد، پاکستان موږ اورو چې د افغانانو ترڅنگ، امريکايي پوځيان هم د نشه يي توکو په کاراو بار کې ښکېل دي. امريکايي قاچاق کونکي د افغان هغو ملاتړ کوي، ځکه نو د افغان حکومت وس پرې نه کيږي. خالق پښتون - لندن، بريتانيا تر هغه چې موږ سرحدي پوليس او د فساد ضد ځواک ونه لرو، د مخدره موادو د قاچاق او کاروبار مخنيوى به گران وي. په دې برخه کې د سيمه ييزه خلکو ملاتړ هم اړين دى. خليل الرحمن نبي زوى – دوبى، متحد عربي امارات زه فکر کوم د لويو قاچاق کونکو مخنيوى ناشونى دى، ځکه دوى دوه مهمې سرچينې لري چې پرې چليږي، پيسې او حکومتي چارواکي. احمد علي – سيدني، استراليا په افغان پارلمان کې د مخدره موادو ډېر قاچاق کونکي شته دي. ممتاز احمد يوسفزى – ماسکو، روسيه زما په نظر په افغانستان کې د مخدره توکو قاچاق په خپله د بهرنيو ځواکونو په لاس کې دى او د ځېنې لوړ رتبه دولتي چارواکي له هغو سره مرسته کوي. ستاسو برېښناليکونه فضل محمد له انگلستان څخه د ماشومانو وهل د هغوى راتلونکى خرابوي .لطفآ مه يې وهئ . خان لکڼوال خوست د حل لاره تعليم دى ، که مور و پلار تعليم ولري ماشومان نه وهي . نجيب جبارخيل نوادا امريکا د ماشوم وهل د هغوى د بې جرئتي په مانا دي ، شبير فردوس له نيويارک څخه زۀ خپله له دې تجربې تير شوى يم او که هر څومره عمر تير شي بيا هم دا ځپل د چا نه هيريږي . د ماشومانو وهل د هغوى پر ذهن اغيز کوي . خالق پښتون لندن اصلي علت يې دا دى چې موږ ډير ماشومانو زيږو . هغوى نه شو پاللى او څه چې له موږ سره شوي وي له خپلو ماشومانو سره يې کوو . چمتو له ډنمارک څخه د قانون نشتوالى د ماشومانو د وهلو اصلي علت دى . برېښنا ليکونه: قانون د فساد مخنيوي ته څومره ضرور دى؟ عبدالنافع پتمل- کندهار، افغانستان: زما په نظر بايد په دې برخه کې عملي گامونه پورته شي، يوازې متن او قانون هېڅ شى نشي کولاى. د بډو د کنټرول لپاره د ځانگړو ادارو جوړول گټه نه لري او بايد هغه له منځه يوړل شي. نجيب جبارخېل- نيوادا، امريکا: د قانون نه پلي کېدل ډېر لاملونه لري چې يو څو يې دادي: ١- قانون جوړوونکي پخپله قانون نه غواړي، ځکه که داسې وشول د دوى دندې ځي، ٢- قانون پلي کوونکي ددغه کار وااک نه لري او يا پخپله په (بېلارو) ډلو پورې تړلي دي، ٣- نړيوال هم په دې برخه کې بې مينې دي، ځکه چې که داسې وشول د دوى د پوځي پاتې کېدو پلمه له منځه ځي. ممتاز احمد يوسفزوى – مسکو، روسيه: تر څو چې سالمه اداره جوړه نه شي فساد نه ورکېږي، ځکه چې د دولت جگپوړي چارواکي همدا اوس په فساد کې ښکېل دي او هغوى چې پخپله دا کار کوي نو مخه به يې څنگه ونيسي. او که د (لوى څارنوال عبدالجبار) ثابت په څېر کوم سړى يې مخه نيول وغواړي نو بيا ولسي جرگې ته وربلل کېږي چې وروره ته مجرم يې! عربشاه چمتو- ويئلي، ډنمارک: مجرمينو ته د اعدام تر کچې سزا. دين محمد مموزى- هند: لومړى دې هغوى محاکمه شي چې د افغانانو په وينو يې لاسونه سره دي او لاهم په حکومت کې کار لري. عبدالله ځدراڼ- ويڅلر، جرمني: هغوى چې غواړي فساد ورک شي، بېواکه دي. احمدشاه نورزى- داليان، چين: فساد هله په افغانستان کې ورکېږي چې حکومت اسلامي قوانين پلي کړي. دا تر ټولو غوره او آسانه لار ده. برېښنا ليکونه: افغانستان بيا ناکامېدلى او هېرېدلى شي؟ عبدالنافع پتمل- کندهار، افغانستان: افغانستان زما په نظر بيا د هېرېدو خواته ځي او هغه په دې دريو دليلونو: د کافي اقتصادي او پوځي امکاناتو نشتوالى، د ناټو د ځينو غړو هيوادو گواښ چې وايي خپل پوځونه وباسي او درېيم د بريتانيا او افغان حکومت ترمنځ اختلاف. د حل لاره: د اوسني حکومت ړنگول او له مخشرط پرته له مخالفينو سره د خبرو پيل، نوې ټاکنې او د بهرنيو ځواکونو د وتلو له پاره د يوه مهالوېش ټاکل. احمدشاه نورزى- داليان چين: دا رېښتيا ده چې افغان حکومت ډېر کمزورى دى او گڼې ستونزې لري او دا ځکه چې قوي مشرتوب او اداره نه لري. فکر کوم چې دا ستونزې به هغه مهال غوڅې شي چې افغانان په راتلونکو ټاکنو کې يو زړه خوږى مشرتوب وټاکي. فهيم حيات – لندن، بريتانيا: فکر کوم څه چې دوى وايي حتمي نه ده چې په سلو کې سل دې سم وي، ځکه چې که موږ وگورو نو حالات له يوې ورځې نه بلې ته ښه شوي دي. احمدشاه پاچا- ادېسه، اوکرايين: که چېرې بهرني هيوادونه افغانستان ته په ورکړو ژمنو کې پاتې راشي او يا هم که چېرې د کاناډا په څېر هيوادونه له افغانستان نه خپل پوځونه وباسي، نو شونې ده چې افغانستان هېر شي. خو که ژمنې پر ځاى شي او د خپل پوځ په جوړېدو کې له افغانانو سره لاس وشي، افغانستان به هېڅکله هم له ماتې سره مخامخ نه شي. ممتاز احمد يوسفزى- مسکو، ادېسه: که په حکومتي چارو کې داسې کسان چې د خپلو گټو پر ځاى د هيواد پر گټو فکر کوي، وگومارل شي، ستونزې غوځېدلى شي. هدايت الله مومند- کندهار، افغانستان: زه پر دې حيران يم چې له دې دومره ستر قوت سره افغانستان بيا څنگه ناکامېدلى شي! آيا امريکا دومره نه شي کولى چې د پاکستان مخه ونيسي چې د افغانستان د ناکامېدو سبب گرځي؟ خالق پښتون- لندن، بريتانيا: زما په فکر دا د بهرنيو هيوادو ترمنځ اختلافونه دي چې موږ د خپل نظام جوړېدو ته نه پرېږدي. هر ځل چې امريکا د ايران خلاف د بنديزونو غږ وکړي، ايران په ورڅېرمه سيمو کې د بريتانيا او امريکا ځواکونو ته ستونزې جوړوي. نو ښه به دا وي چې د ناټو نور ځواکونه د برتانوي عسکرو ځاى ونيسي. حاجي ميرويس ملاخېل- کابل، افغانستان: شک نشته که همدا حالت روان وي نو د افغانستان حکومت ناکامېږي او هېڅوک به پرې باور نه کوي. بله دا چې له څو ورځو راهيسې دا گونگوسى دى چې (زلمى) خليلزاد غواړي د افغانستان ولسمشر شي، آيا ددې مانا به دا نه وي لکه پخپله (جورج ډبليو) بوش چې د افغانستان ولسمشر وي، ځکه چې خليلزاد خو امريکايي دى، نه افغان؟ برېښنا ليکونه: جگړو ١٠٠ زره نور کوچنيان له ښوونځي راوگرځول. چاره؟ ذبيح الله افغان – خوست، افغانستان: جگړې اوس د ډيورنډ ليکې د دواړو غاړو يوه ستونزه ده. امريکا او برتانيا ته په کار ده چې ددغې ليکې په دواړو غاړو کې پرتو ولسونو ته د هغوى په خپله ژبه – چې پښتو ده – زده کړې ورکړي. سملاسي دغلته يا بيخي زده کړې نشته يا په يوه خوا کې په اردو دي او په بله کې په فارسي چې ولس پرې نه پوهېږي. نړيوالې ټولنې ته په کار دي چې په پښتو ژبه دغو خلکو ته ښوونه او روزنه تمويل کړي چې په نهايت کې به دا د جهالت او ورسره ور سره د جگړو مخه ونيسي. خالق پښتون- لندن، بريتانيا: فکر کوم چې د زده کړې کول يا نه کول په جگړو نه بلکه د خلکو په ذهنونو پورې اړه لري. که يو څوک د چا په کلي کې ښوونځي هم جوړ کړي، خو ذهنونه ورته جوړ نه وي نو څه. فکر کوم زموږ پر ختيځ، جنوب او لوېديځ د عربي کلتور بشپړ اغېز پرېوتى چې خلک زده کړو ته نه پرېږدي. په داسې حال کې چې پخپله عرب خپل بچيان اروپا او امريکا ته استوي چې زده کړې وکړي! فکر کوم دا د مشرانو دنده ده چې د خپل کلي ښوونځي له ويجاړېدو وساتي او د هلکانو او نجونو برابرې زده کړې ته لار جوړه کړي. د پوهنې وزير د نورو ډېروښوونځيو د جوړولو ژمنه کړې وه، راځئ چې هغه ته لاس ورکړو او ورته ووايو چې ساتنه يې زموږ دنده ده! خليل رحمان نبي زوى- دوبۍ، عربي متحد امارات: زده کړه له جگړو سره نه کېږي. فکر کوم زموږ د خلکو لويه بدمرغي داده چې حکومتي کارکوونکي رېښتوني نه دي او نه غواړي چې د جنگځپلي هيواد د حالت په ښه کولو کې لاس وکړي. له بلې خوا هغوى چې د حکومت په وړاندې جنگېږي بشپړ بې تعليمه وگړي دي، نه په اسلام پوهېږي او نه په عصري علومو. دوى په ښو او بدو نه پوهېږي. زما په فکر مخې خواته يوازينۍ لاره داده چې حکومت د ولس زړونه تر لاسه کړي. عبدالنافع پتمل- کندهار، افغانستان: فکر نه کوم چې زموږ په هيواد کې دې د ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختگ دومره آسان وي، ځکه چې هر يو شکايت کوي: هم حکومت او هم ولس. زه د ولس شکايت سم بولم، ځکه چې حکومت ورته سوله، پوهنه او کار چمتو نه شواى کړى. خو د حکومت په شکايت مې سر نه خلاصېږي چې پر څه دى: د نړۍ ټولې مرستې او امکانات له دوى سره دي، همدوى بايد ددې وړتيا ولري چې دې ستونزې ته د حل يوه لاره ومومي. په کار ده له حکومت نه وپوښتل شي چې جگړې خو دا نن يا پرون پيل شوي نه دي، دا له کله نه چې دا رژيم جوړ شوى روانې دي، نو دوى ولې د زده کړو په برخه کې يو سم پلان نه و جوړ کړى؟ احمدشاه نورزى- داليان، چين: ولسمشر کرزي تېره اوونۍ ملي شورا ته وويل چې د جنوب ډېر هغه کوچنيان چې په کليو کې اوسي، زده کړې نه شي کولى، خو اوس د هلمند په مرکزي ښار کې هم څوک زده کړې نه شي کولى، ځکه چې هلته يوازې د ذکورو په نامه يوه لېسه شته چې نه په کې ښوونکى شته او نه {سم} ټولگي لري... په داسې حال کې چې اوس خطر هم نشته. نصرالدين مخلص- کندهار، افغانستان: بېسوادي په هغو پښتنو سيمو کې ډېره ده چې طالبان په کې دي، ځکه دوى ولس ته وايي چې کوچنيان ښوونځي ته مه استوئ، که نه نو وبه وژل شي، چې ډېر زده کوونکي او ښوونکي وهم وژل شول. زما په نظر تر څو چې طالبان له دې سيمو نه وي لېري شوي، دا مشکل به موجود وي. ښه لاره يې داده چې خلک د طالبانو له گواښونو سره سره خپل بچيان ښوونځيو ته ولېږي، که نه نو يو لوى نسل به بېسواده پاتې شي. برېښناليکونه : د روان ژمې ستونزې او ربړې د حل لار لري ؟ سيدولي حسني له لندنه ولس دا کار نه شي کولى او چارواکي يې غم نه خوري . دوى بايد واردمخه ناورين سنجولى واى او د بې وزلو خلکو چاره يې کړې واى . د لويو لارو د خلاصولو لپاره بايد چارواکو له بهرنيو او کورنيو وسايلو کار اخيستى واى . بهرنيو ځواکونو هم څه نه دي کړي . احمد شاه نورزى له چين څخه د افغانستان په سويلي ولايتونو کې د امنيت د نشتوالي له امله حکومتي او نا دولتي مرستندويې ټولنې ليرې پرتو سيمو ته نه شي ورتللى ، دغلته څه بايد وشي ؟ واصل جان ځدراڼ کويت روان ژمى ډير مرگونى دى حکومت او نړيوال دې ژر تر ژره اقدام وکړي . عبدالنافع پتمل له کندهاره  |  پخواني پاچا په کلونو کې به چې واورې لا ډيرې وې حکومت د کار قوه درلوده ، دغه ځواک به د ملي پوځ له سرتيرو جوړ و ، ولې اوس ملي پوځ په دې برخه کې مرسته نه کوي .  اصيل وردگ له کابله |
حکومت بايد مرسته او کار وکړي خو هغه خلک چې وس لري هغوى هم بايد شاته نه شي او د خلکو مرستې ته راوړاندې شي . عطا الله رحيم وردگ ، له کاناډا څخه د ژمي په ورځو شپو کې د افغانستان ښوونځي رخصت وي حکومت بايد ځينې خلک په ښوونځيو کې ځاى پر ځاى کړي . غفور غوري ، له هرات څخه له پرله پسې وچکاليو وروسته واوره نعمت ده بايد خپه نه شو خو چارواکو بايد واردمخه د سړکونو د پاکولو لپاره کار کړى واى . اصيل وردگ له کابله د پخواني پاچا په کلونو کې به چې واورې لا ډيرې وې حکومت د کار قوه درلوده ، دغه ځواک به د ملي پوځ له سرتيرو جوړ و ، ولې اوس ملي پوځ په دې برخه کې مرسته نه کوي . جاويد غلځى له مانچسټر برتانيا څخه په برتانيا کې چې يوه گوته واوره وشي هر څه په ټپه ولاړ وي ، په افغانستان کې چې يو متر واوره شوې ولې حکومت ملامتوئ ، دا طبعي مشکل دى چې د امريکا او برتانيا غوندې هيوادونه هم ورسره څه نه شي کولى .  |  په برتانيا کې چې يوه گوته واوره وشي هر څه په ټپه ولاړ وي ، په افغانستان کې چې يو متر واوره شوې ولې حکومت ملامتوئ  جاويد غلځى مانچسټر برتانيا |
درويش بارکزى ، برلين جرمني څخه په نوره نړۍ کې د واورې يا باران په برخه کې واردمخه حکومت خبردارى ورکوي ، په هرات کې وژل شوي اکثره کسان شپانۀ و چې وايي دباندې له يخنۍ مړۀ شوي ، ايا داسې کوم سيستم په افغانستان کې نشته چې خلک تر وخت وړاندې خبر شي چې سخته يخني يا واوره راروانه ده پام وکړي ؟ |