BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:48 گرينويچ 2008 ,30 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېړنه: پر افغانستان دې له سره فکر وشي
افغانستان
په راپور کې له ناټو هيوادونو څخه غوښتنه شوې چې افغانستان ته نور ځواکونه وليږي.
په امريکا کې د پوځي او دپلوماتيکو څېړنو يوې ډلې په خپل راپور کې ويلي چې افغانستان د يوۀ ناکامه دولت کېدلو له گواښ سره مخامخ دى.

راپور همداډول ويلي چې د افغانستان جگړې ته په لوېديځ کې ډېر پام نه کېږي.

دغه څېړنه به چې د ملگرو ملتونو د پخواني ډيپلومات توماس پيکرينگ او جنرال جيمز جون له خوا تر سره شوې نن (چارشنبه)خپره شي خو ددغه راپور مهم ټکي د اسوشيېټډ پريس لخوا لوستل شوي.

په راپور کې له ناټو هيوادونو څخه غوښتنه شوې چې افغانستان ته نور ځواکونه وليږي.

راپور له متحده ايالتونو په افغانستان کې د خپل ځانگړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې.

همدارنگه راپور پر واشنگټن غږ کړى چې افغانستان ته د عراق په سترگه و نه گوري او د دوو هيوادونو تگلارې سره بېلې کړي.

ډيموکراتان په کانگرس کې په دې اړه بحثونه کوي چې ولسمشر بوش له افغانستان څخه عراق ته د سرچينو د لېږلو له امله په دغه هيواد کې د ترهگرۍ په له منځه وړلو کې پاتې راغلى.

يرغمل شوى پاکستانى سترتيرىله پاکستاني پوځه بېزار:
خپلو زامنو ته به لاووايو چې په پوځ کې کار ونه کړي
بوټودپاکستان ورځپاڼې:
بوټو له مرگ سره تندر راپريوته
بوټو، کرزىکرزي سره خواله :
دبوټودژوند په وروستۍکتنه کې
په سوات کې د طالبانو تمځاىشريعت په سوات کې:
يوه دمه د طالبانو په تمځاى کې
ورسره تړلي نور خبرونه
کابل اشډاون ته د 'نه' ځواب ورکړ
27 جنوري, 2008 | افغانستان
بهرنۍ پاڼې
بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت